کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیاله وایي، دغه اداره په پام کې لري چې د کابل په پلچرخي سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو پنډغالی او د غالۍ اوبدلو فابریکه جوړه کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (سهشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې ونیسا ماتر یولي سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کډوالو د ستونزو، د پنډغالي او د غالۍ اوبدلو فابریکې د جوړېدو او راستنېدونکو کډوالو ته د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
راشد ویلي، په اوسنیو شرایطو کې اسلامي امارت بېلابېلو کسانو ته د ځمکو د وېش امکان نه لري؛ خو راستنېدونکو کډوالو ته د حمایوي پروګرامونو د اصولو له مخې ځمکې ځانګړې کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، یادې ادارې پخوا د کابل په پلچرخي کې کډوالو ته د نغدي مرستو د وېش مرکز درلود او اوس یې پرېکړه کړې چې د دغه وزارت او نورو ادارو په همکارۍ کډوالو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي.
هغې زیاته کړې چې د پنډغالي او د غالۍ اوبدلو فابریکې د جوړېدو لومړنۍ نقشه چمتو شوې او د ځمکې اړوند ستونزو له هوارېدو وروسته به د دې پروژې عملي چارې پیل شي.
په ورته وخت کې، د کابل ښاروالۍ استازي د دې اقدام هرکلی کړی او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره یې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.