ژبه

له افغانستانه د عمرې لپاره د روان کال لومړۍ الوتنه ترسره شوه

احمد صهيب حسرت

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۰۷:۴۲

Views: ۳۱

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۵): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د عمرې لپاره له افغانستانه لومړۍ الوتنه ترسره شوه او له ۱۲۰ ډېر افغان معتمرین سعودي عربستان ته ولاړل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په دې مناسبت کابل کې غونډه جوړه کړې وه چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال حافظ مولوي محمدحامد حسیب، د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي، د عمرې او زیارتونو رییس مولوي عبدالغفور حقاني، د عمرې شرکتونو د اتحادیې مسوولینو او یو شمېر معتمرینو په کې ګډون کړی و.
د وزارت مسلکي مرستیال محمدحامد حسیب په دې غونډه کې د عمرې سفر یو مهم دیني او معنوي سفر وباله او معتمرینو ته یې د عمرې د احکامو او فضیلتونو په اړه معلومات او سپارښتنې وړاندې کړې.
هغه له معتمرینو وغوښتل چې د سفر پر مهال صبر او زغم ولري، د یو بل درناوی وکړي او خپل وخت په عبادت، ذکر، دعا او نېکو اعمالو تېر کړي.
دغه راز، د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي وویل، د عمرې سفر یوازې یو عادي سفر نه، بلکې د عبادت او نېکو اعمالو لپاره یو معنوي فرصت دی.
هغه له معتمرینو وغوښتل چې د عمرې مناسک په سمه توګه ادا کړي، د حرمینو شریفینو حرمت، نظم او اړوند مقررات مراعات کړي او د سفر په ټولو پړاوونو کې د یو بل حقوقو او متقابل درناوي ته پام وکړي.
محمدي دغه راز له معتمرینو وغوښتل چې په حرمینو شریفینو کې د افغانستان، ولس او نظام د خیر، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره دعا وکړي.
په ورته وخت کې، د عمرې او زیارتونو رییس مولوي عبدالغفور حقاني وویل، تېر کال شاوخوا ۸۰ زره افغانان د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
هغه زیاته کړه، سږ کال هڅه کېږي چې د اړوندو ادارو او عمرې شرکتونو په همکارۍ د لا ډېرو افغانانو لپاره د عمرې سفر زمینه برابره او معتمرینو ته غوره اسانتیاوې رامنځته شي.
د عمرې شرکتونو د اتحادیې استازي سراج‌احمد الکوزي بیا د عمرې سفر لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د ویزو صادرولو او نورو اړوندو چارو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د عمرې شرکتونه به د دغه بهیر د ښه تنظیم او معتمرینو ته د خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له غونډې وروسته له ۱۲۰ ډېر افغان معتمرین د کابل له نړیوال هوايي ډګره د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته روان شول.