کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، افغان ملت دوه اساسي اصول ــ دیني ارزښتونه او د خپلې خاورې ساتنه ــ لري چې هیڅکله ترې نه تېرېږي؛ ده له هغو هېوادونو چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له اسلامي امارت سره تعامل نه دی کړی، وغوښتل چې پر خپلې تګلارې بیاکتنه وکړي او د تعامل سیاست غوره کړي.
نن په کابل کې د لویې جرګې خېمه کې د زمري ۲۴مې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یو شمېر نورو چارواکو هم ویناوې وکړې، د هېواد پر خپلواکۍ او امنیت یې ټینګار وکړ او له مخالفینو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ هڅې ونه کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه تېر حکومت ړنګ شو او اسلامي امارت بیا واک ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل، افغانانو هیڅکله پر خپله خاوره د بهرنیو اشغال نه دی منلی او په کلکله یې دفاع ورڅخه کړې ده.
هغه زیاته کړه، نن هغه وخت را رسېدلی چې حکومت او ملت په ګډه له خپل دین او خاورې دفاع کوي.
ده زیاته کړه: «دا ملت دوه ډېر قوي اصله لري، دوه هغه ارزښتونه چې هيڅکله له هغوی نه تېر شوي، نه به تېر شي، هغه دیني ارزښت دی چې په هغه باندې به سر هم ورکوي، مال به هم ورکوي، تکلیف، مهاجرت او سنګرونه به هم پالي او دویم د خپلې خاورې حفاظت دی چې په هیڅ صورت یوه لوېشت خاوره چا ته نه ور پرېږدي او نه په دې پاکه خاوره د پردیو قدمونه زغملی شي، د تاریخ په اوږدو کې تاسو ته معلومه ده چې پر افغانستان باندې ډېر پېچلي حالات تېر شوي، خو خپلواکۍ یې له لاسه نه ده ورکړې.»
د ده په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې هغو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره یې تعامل کړی، په بدل کې یې ګټه ترلاسه کړې ده خو کومو هېوادونو چې په تېرو پنځو کلونو کې له اسلامي امارت سره تعامل نه دی کړی، څه یې ترلاسه کړل؟
ده وویل: «دوی دې ووایي چې څه یې ترلاسه کړل، کومه ګټه یې کړې، کومه هغه لاستهراوړنه دوی بیانولی شي چې د دوی دغه منفي سیاست نتیجه ورکړې ده؟ هیڅ یې نه شي بیانولی، نو لهذا چې پنځه کاله مکمل په تاوان کې دي، نو بیا هوښیاران په خپل تاوان باندې تجدید نظر کوي، د تعامل پالیسۍ ته دې را وړاندې شي.»
د بهرنیو چارو وزیر وویل، هغه هېوادونه چې تر اوسه تعامل ته نه دي را وړاندې شوي، دا د دوی په ګته ده چې تعامل ته راوړاندې شي او دا سم سیاست نه دی چې ناکام انتخابونه بیا بیا تکراروي.
ده زیاته کړه: «افغانستان ته په دې دواړو اشغالونو کې، شوروي اتحاد د سوسیالیزم نظریه راوړه او په خپل ټول قوت سره یې هڅه وکړه چې پر افغانانو یې ومني، خو افغانانو ونه منله، امریکا او ناټو د لیبرال ډیموکراسۍ نظریه راوړه، خو په ټول قدرت سره یې ونشو کړای چې پر افغانانو یې ومني؛ دا ځکه چې دا د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وې او له ارزښتونو سره یې په ټکر کې وې، نو ځکه له شکست سره مخ شول، له هغه وروسته چې الله تعالی دغه فتحه د افغانانو نصیب کړه، نن حکومت او ملت ګډ ارزښتونه لري او په ګډه د خپلې خاورې او له خپلو ارزښتونو دفاع کوي، ځکه خو په ټول هېواد کې امن دی، ټول هېوادوال له خپل حکومت سره همکار دي، عقیده یې مشترکه ده، ارزښټونه یې مشترک دي او په یوه فکر باندې کار کوي.»
د رییسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په نننیو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت هر کال د شهیدانو د وارثانو، یتیمانو او معلولینو لپاره څه باندې ۱۲ میلیارده افغانۍ د کفالت په توګه ټاکلې دي.
حنفي زیاته کړه چې په دغه کفالت کې د تېرو جګړو د ټولو افغان قربانیانو وارثان شامل دي او دا مرستې له هر ډول توپیر پرته په مساوي توګه ورکول کېږي.
د ده په خبره، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د بیارغونې چارې په چټکۍ ترسره شوې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب هم وویل: «هغه ازادي د الله تعالی په وړاندې ارزښت لري، چې د اشغال د پای ته رسولو او د شرعي نظام ټینګښت لپاره ترلاسه شوې وي.»
هغه زیاته کړه، افغانانو ازادي د شرعي نظام ټینګښت لپاره ترلاسه کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر ملا نورالله نوري په یادو مراسمو کې وویل: «افغانستان کې د تاریخ په اوږدو کې زموږ اتلانو او ځوانانو ډېرې قرباني ورکړي، د افغانستان لوېشت لویشت خاوره یې د دښمن په وینو سره کړې ده. د انګریزې ښکېلاک په مقابل کې، د روسانو مقابل کې، د امریکا او ناټو د اشغال په مقابل کې، د افغانستان باشهامته او غیور ولس په هره مرحله د جهاد کې د ایمان په سرمایه او د الهي احکامو په اعتقاد او د الله په نصرت او د کړېدلي ولس په ملتیا او ملاتړ خپله جهادي مبارزه په هره مرحله کې پای ته رسولې ده.»
هغه وویل :«د افغانستان اسلامي امارت مخالفینو ته مو یو وړوکی پیغام دی، د انقلابونو او جنګونو ستړي هېوادوال نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي، له جنګونو، له زحمتونو او له تکالیفو ستړی شوی دي، نن یې د ارام ساه اخیستې، مخالفینو ته مو پیغام دا دی چې د افغانستان په امن کې بېامني مه لټوئ. د افغانستان د ولس – چې د ارام ساه یې اخیستې – د نا ارامۍ هڅه مه کوئ، د پردیو دسیسو او اهدافو لپاره د افغانستان خلک مه ځوروئ.»
د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېراحمد حقاني په دې غونډه کې وویل، افغانان داسې نظام لري چې په ټولو برخو کې په بشپړه توګه ازاد او خپلواک دی.
ده زیاته کړه چې اسلامي امارت د نظام په جوړښت کې یې د هېچا فرمایش نه دی منلی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي هم وویل، د زمري د ۲۴مې ارزښت راتلونکو نسلونو ته د یوه پیغام لېږدول دي.
هغه وویل، دا ورځ د افغان ملت د هغه هوډ او عزم څرګندونه کوي چې د خپلې خاورې، خپلواکۍ، ملي ارزښټونو او د خپلې راتلونکې د ټاکلو لپاره یې له هیڅ ډول قربانیو ورکولو څخه ډډه ونه کړه.