کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د صنعت او معدن خونې د یوه ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک کړه؛ ټاکل شوې د دغه شرکت له لارې د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې راټولې او د لویو پروژو د تمویل لپاره ترې ګډه استفاده وشي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، نن (سهشنبه، د زمري ۲۷مه) د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د صنعت او معدن خونې ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه.
ملا برادر اخوند په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې د دغه سهامي شرکت جوړېدل به د لویو اقتصادي او زېربنايي پروژو د عملي کېدو او د پانګونې د پراختیا په برخه کې مهم رول ولري. هغه ویلي چې دا د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره د یوه منظم او عملي مسیر د رامنځته کولو هڅه ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، خصوصي سکټور د اسلامي امارت ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او د تولید په زیاتوالي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د صادراتو په پراختیا او د لویو پروژو په تمویل کې اساسي ونډه اخیستلای شي.
هغه زیاته کړې چې د دغه شرکت له لارې به د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې په یوه منظم، قانوني او شفاف چوکاټ کې راټولې او د لویو پروژو د تمویل لپاره به ترې ګډه استفاده وشي.
ده ویلي چې اسلامي امارت په هېواد کې د پانګوالو او صنعتکارانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړی او په همدې موخه یې د قانوني، اداري او اقتصادي اسانتیاوو په برابرولو کې لازم اقدامات کړي، د پانګونې پر وړاندې یې خنډونه له منځه وړي، د اداري پروسو په ساده کولو کار روان دی او د پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غوښتي چې د افغانستان په اقتصادي ابادۍ کې ونډه واخلي، خپل ظرفیتونه سره یو ځای او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه پانګونه وکړي.
ده د امارتي ادارو له مسوولینو هم غوښتي چې د خصوصي سکټور د پياوړتیا لپاره پوره همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پای کې د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې په مختلفو سکټورونو کې به د زېربنايي پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې نوي فرصتونه برابر کړي.