ژبه

د خوست – ګردېز سړک د ۱۷ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې

محمد یوسف منګل

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۴

Views: ۲۸

خوست (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د پکتیا د ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت له مرکز ګردېز څخه خوست ته د غځېدلې لویې لارې د ۱۷ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې.

د پکتیا د ټولګټو رییس قاري حسن‌جان جهاد وايي چې یاد سړک په ګردېز ښار کې د خوست له اډې تر غلګۍ سیمې پورې د ۱۲۲ میلیونه، ۳۹۸ زره او ۸۱۱ افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.

هغه زیاته کړې چې د ګردېز او خوست ترمنځ د عمومي سړک ځینې برخې ډېرې تخریب شوې چې له امله یې واړه او غټ موټر په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي.

هغه زیاتوي، په دې پروژه کې د ۱۷ کیلومتره سړک بیارغونه، د ۷.۲۰ مترو په سور د سړک پراخلو، د ۲۵ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول او د یوه پل رغول شامل دي.

د ټولګټو ریاست د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د پکتیا مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د پروژې د چارو د پیل پر مهال ویلي، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د بېلابېلو بنسټیزو پروژو پلې کولو ته پاملرنه شوې او د دغه سړک بیارغونه به د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې کړي.

بلخوا، د پکتیا د ټولګټو ریاست وايي، د همدغه مسیر په «سټو کنډو» سیمه کې د ۲۰ کیلومتره نورې تخریب شوې برخې د بیارغونې چارې هم په نږدې راتلونکي کې پیلېږي.