کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د پمز روغتون د مور او ماشوم څانګه کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوو زېږېدلو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
جیونیوز نن په یوه راپور کې د ژغورنې ادارې چارواکو له قوله لیکلي، اور د ایرکنډېشن د کمپرېسور د چاودنې له امله لګېدلی او د ژغورنې ډلو له خوا مړ شوې دی.
سرچینې زیاته کړې چې اور تېره شپه د پمز روغتون د اېمسياېچ وارډ په درېیم پوړ کې لګېدلی و.
د راپور له مخې،، د پېښې پر مهال په نرسري کې ۱۶ نوي زېږېدلي ماشومان موجود وو چې یوه ښځینه ډاکټرې یوازې د یوه ماشوم په ژغورلو بریالۍ شوې او پاتې ۱۵ ماشومان مړه شوي دي.
د چارواکو په خبره، په پېښه کې ۱۴ ماشومان په بشپړه توګه سوځېدلي دي.