کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د حکومت یوه چارواکي ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي انرژۍ وړاندیز شوې هوکړه کانګرس ته لېږلې ده.
دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، رویټرز ته ویلي چې دغه هوکړه د روان کال په جولای میاشت کې وروستۍ شوې او د دوشنبې په ورځ کانګرس ته استول شوې ده.
د دې هوکړې له مخې، امریکايي شرکتونو ته به اجازه ورکړل شي چې سعودي عربستان ته د ملکي اټومي انرژۍ ټکنالوجي صادره کړي.
دغه چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ټرمپ دریځ نه دی بدل شوی او دا هوکړه به یوازې هغه مهال عملي شي چې سعودي عربستان له «ابراهیم تړونونو» سره یوځای شي او له اسرائیلو سره خپلې اړیکې «عادي» کړي.
په راپور کې راغلي چې د امریکا کانګرس د دې هوکړې ارزونې لپاره ۹۰ ورځې وخت لري.
بلخوا، په کانګرس کې دوو سرچینو رویټرز ته ویلي چې دغه هوکړه د کانګرس مشرانو ته استول شوې او تمه ده چې نن (چهارشنبه) اړوندو کمېټو ته وړاندې شي.
د راپور له مخې، که کانګرس د ۹۰ کاري ورځو په موده کې له دې هوکړې سره مخالفت ونه کړي، هوکړه به عملي شي. که رد یې کړي، ټرمپ کولای شي دغه پرېکړه ویټو کړي؛ خو د ولسمشر د ویټو د لغوه کولو لپاره د کانګرس دوو پر درېیمه برخه رایو ته اړتیا ده.
د راپور له مخې، دغه ۳۰ کلنه هوکړه د AP1000 اټومي رېکټورونو جوړول لازمي کوي؛ هغه پروژه چې ارزښت یې لسګونه میلیارد ډالر اټکل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې یو شمېر ډیموکراټ قانونجوړوونکي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو ملاتړي پر دې هوکړه نیوکه کوي؛ ځکه د دوی په خبره، په هوکړه کې سعودي عربستان د یورانیمو له غني کولو یا د اټومي کثافاتو له بیا پروسس کولو څخه نه دی منع شوی.
د ټرمپ حکومت ویلي چې په دې هوکړه کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو هغه اقدامات شامل دي چې د قانون له مخې اړین دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د روان کال د زمري په ۳مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وو چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ملکي اټومي انرژۍ تړون به تر هغه عملي نه شي، څو سعودي عربستان د «ابراهیم تړونونو» په چوکاټ کې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.
«ابراهیم تړونونه» د اسرائیلو او یو شمېر عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو د تړونونو ټولګه ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شول. متحده عربي امارات او بحرین لومړني عربي هېوادونه وو چې له دغو تړونونو سره یوځای شول او وروسته سوډان او مراکش هم له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو بهیر پیل کړ.