ژبه

فرانسه کې د موټر وهلو پېښه؛ دوه کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۸

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د فرانسې په «کان» ښار يوه کس په قصدي ډول يوه ډله کسان په موټر وهلي چې په پايله کې يې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي؛ یو مړ شوی افغان او بل هم ښایي د افغانستان وګړی وي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) راپور ورکړی چې دا پېښه د چهارشنبه شپه د کان ښار یوې شراب‌خونې ته څېرمه شوې او موټرچلوونکی د خلکو له وهلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

د کان ښار څارنوال جويل ګاریګ ویلي چې د پېښې د ترهګریزوالي احتمال رد شوی او د برید د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي.

د راپور له مخې، شکمن ۲۶ کلن د روسیې تبعه او چيچيني‌تبار دی چې له څو کسانو سره تر شخړې وروسته یې خپل موټر پر شاوخوا ۱۰ ځوانانو چې افغانان هم پکې وو، ورخېژولی دی.

څارنوال ویلي چې شواهد او د عیني شاهدانو څرګندونې ښيي چې موټرچلوونکي د ټکر د مخنیوي هڅه نه ده کړې، بلکې د خلکو د وهلو لپاره یې د موټر مسیر بدل کړی دی.

فرانسوي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لومړی یو ۳۵ کلن افغان وژل شوی او وروسته یو ۲۸ کلن سړی، چې «ډېر احتمال» شته هغه هم د افغانستان وګړی و، روغتون ته تر لېږد وروسته مړ شوی دی. د پېښې ټپیان هم د ۱۷ او ۳۶ کلونو ترمنځ نارینه دي.

چارواکي احتمال ورکوي چې دا پېښه د چيچنیانو او افغانانو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وي؛ خو اصلي انګېزه یې لا نه ده معلومه.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، شکمن له برید وروسته له سیمې تښتېدلی و، خو امنیتي ځواکونو هغه په «اویسټرهام» سیمه کې، چې د پېښې له ځایه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې ده، نیولی دی.