ژبه

لغمان کې په یوه رېکشا کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړي

Sohrab Sarwari

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۰

Views: ۲۱

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د رحماني چوک په سیمه کې به یوه رېکشا کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پېښه پرون مازدیګر رامنځته شوې ده.

هغه لیکلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه د یوې ریکشا د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند ویلي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.