ژبه

کابل کې د تېلو، ګاز او بورې بیې لوړې خو د اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوي دي

ویدا قلندري

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۷

Views: ۳۲

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د کابل ښار په بازارونو کې د پټرولو، ډیزلو، مایع ګاز او بورې بیې لوړې شوي؛ خو د قزاقي اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوي او د امریکایي ډالر ارزښت هم د افغانۍ پر وړاندې لږ کم شوی دی.

د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي حکمت‌الله محمدي پژواک ته وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یو لیټر پټرولو بیه له ۸۰ څخه ۸۷ افغانیو او د یو لیټر ډیزلو بیه له ۷۵ څخه ۷۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.

همداراز، د کابل ښار د دهن‌باغ یوه دوکاندار محمدجان امین وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۷ څخه ۶۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د تېلو پلورونکي وایي، د نړیوالو بیو د لوړېدو له امله په کابل ښار کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.

خوراکي توکي

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رئیس زمري صافي وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې عمده بیه له ۲۶۵۰ څخه ۲۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو هغه وایي، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هده وویل، د تقاضا د کمېدو او وارداتو د زیاتېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د اوړو بیې راټیټې شوې دي.

صافي زیاته کړه چې نن، د اوو ورځو مخکې په څېر، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو عمده بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو بیه ۲۰۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو خوراکي توکو پرچون بیې له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې ۲۷۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو ۲۰۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای ۴۳۰ افغانۍ ده.

د سرو زرو بیه

د کابل ښار د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۷۵۰ عیار یو ګرام عربي سرو زرو بیه له ۷۷۰۰ څخه ۷۴۸۰ افغانیو او د ۵۸۵ عیار یو ګرام روسي سرو زرو بیه له ۶۱۲۰ څخه ۵۹۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکي وایي، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون د نړیوالو بازارونو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار د شهزاده سرای د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وایي چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۵ افغانیو بدلېږي.

ده د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت کمېدل د مرکزي بانک له خوا د ډالرو د پلور د زیاتېدو پایله وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۳۱مه د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۲۷ افغانیو بدلېدې.