ژبه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

زرغونه صالحی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۲

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي او دواړو لورو د اوسپنې پټلۍ برخه کې د همکاریو او یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي د يادې ادارې له نوي عمومي ريیس مولوي عبدالکریم فاتح سره کتلي دي.

سرچینې د بیکدلي له قوله ویلي چې یو شمېر ایراني او بهرني پانګه‌وال د بلخ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د هغه په خبره، اوس مهال هره میاشت شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه مالونه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېږي او هڅې روانې دي چې دغه کچه په راتلونکي کې ۱۶۰ زره مټریک ټنو ته لوړه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس د اوسپنې پټلۍ برخه کې د ایران د همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر دي.

فاتح زیاته کړې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره چمتو ده چې په دې برخه کې د بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ وکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او زیربنایي پروژو برخو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.