کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵):یوې نوې سروې ښودلې چې د یورو سیمې د تولیدي سکټور وده د اګست په میاشت کې په څه باندې څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. هممهاله، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د دې سیمې کلنی انفلاسیون له ۲.۹ سلنې څخه ۳.۳ سلنې ته لوړ شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د «اېساېنډپي ګلوبل» (S&P Global) د سروې له مخې، د یورو سیمې د تولیدي سکټور د پېرود مدیرانو شاخص (PMI) د اګست په میاشت کې ۵۲.۷ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دا شاخص د جولای په میاشت کې ۵۱.۹ و.
راپور زیاتوي، دا د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې راهیسې د دغه شاخص تر ټولو لوړه کچه ده. د ۵۰ څخه پورته شاخص د تولیدي فعالیتونو د پراختیا نښه ګڼل کېږي.
د یورو سیمه د اروپايي ټولنې له ۲۱ هغو غړو هېوادونو جوړه ده چې رسمي اسعار یې یورو دي.
د راپور له مخې، فابریکو د اګست په میاشت کې ډېر فرمایشونه ترلاسه کړي او د صادراتو فرمایشونه هم له اوږدې مودې کمښت وروسته د تېرو څلور نیمو کلونو په موده کې د دویم ځل لپاره زیات شوي، چې دا د بهرنیو بازارونو د تقاضا د زیاتېدو نښه بلل کېږي.
سرچینه وایي، د فابریکو د تولید شاخص هم له ۵۲.۹ څخه ۵۳.۳ ته لوړ شوی چې د تېرو ۵۴ میاشتو تر ټولو لوړه کچه ده.
د «اېساېنډپي ګلوبل مارکېټ انټېلېجنس» مشر اقتصادپوه جو هېز ویلي، د اګست میاشتې شمېرې ښيي چې د منځني ختیځ د جګړې له امله د نفتو د بیو لوړېدو او د اکمالاتي ځنځیر له ستونزو سره سره، د یورو سیمې صنعتي سکټور خپلې ودې ته دوام ورکړی دی.
د راپور له مخې، جرمني په څه باندې څلورو کلونو کې د خپل تولیدي سکټور تر ټولو پیاوړې وده ثبت کړې او فرانسې هم د سیمې په عمومي ودې کې ونډه لرلې؛ خو په ایټالیا او هسپانیه کې تولیدي فعالیتونه کم شوي دي.
په ورته وخت کې، د اروپايي ټولنې د احصایې ادارې (Eurostat) په خپله لومړنۍ ارزونه کې ویلي چې د یورو سیمې کلنی انفلاسیون د اګست په میاشت کې ۳.۳ سلنې ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې دا کچه په جولای کې ۲.۹ سلنه وه.
راپور زیاتوي، یاد انفلاسیون لا هم د اروپا د مرکزي بانک له ټاکل شوي دوه سلنه هدف څخه لوړ دی.