ژبه

په نیپال کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شمېر ۹۰۳ ته ورسېد

خواجه نصیراحمد صدیقی

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۷

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د نیپال د طبیعي پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملي ادارې راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰۳ ته رسېدلی او لا هم ۴۲۴۷ کسان ــ چې ۵۹۲ یې بهرني وګړي دي ــ نادرکه دي.

دغه ناڅاپي سېلابونه د چهارشنبې په ورځ د همالیا په لوړو سیمو کې د یوه یخچال د یوې برخې له نړېدو وروسته پیل شول؛ د واورې او یخ د وېلې کېدو له امله اوبه او ډبرې سیندونو ته ورننوتې او د نیپال او تبت ځینې سیمې یې وځپلې چې پراخ ځاني او مالي زیانونه یې واړول.

آی‌ای‌ان‌اس (IANS) خبري اژانس نن راپور ورکړی چې د نیپال د طبیعي پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملي ادارې د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۹۰۳ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې اوسمهال ۴۲۴۷ کسان نادرکه دي چې ۵۹۲ یې بهرني وګړي دي. دغه راز، د بوتیکوشي او تریشولي سیندونو په اوږدو کې د برېښنا تولید پروژو د ۹۳۳ کارکوونکو په اړه هم تر اوسه معلومات نشته.

سرچینه زیاتوي چې د ژغورنې ډلې د هندي او چینایي متخصصینو په همکارۍ هڅه کوي هغه کسان وژغوري چې ګومان کېږي د برېښنا تولید د ځینو پروژو په تونلونو کې بند پاتې دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د دغو سېلابونو له امله ۲۶۷ کسان ټپیان شوي چې ۱۵۶ یې تر درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.

د نیپال د طبیعي پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملي ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۰ زره او ۴۵۱ کسان ژغورل شوي چې له ډلې یې ۲۵۲ بهرني وګړي دي او ۳۳۴۴ نور د نیپال د پوځ د هوايي عملیاتو له لارې ژغورل شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو عملیاتو لپاره ۲۰ زره او ۸۱۹ امنیتي کسان ګومارل شوي چې د نیپال د پوځ او پولیسو ځواکونه په‌کې شامل دي.