منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۸ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سېلابونه

۱۷ راپورونه

راپورونه

کونړ کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي

د کونړ ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز اسعداباد او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پنځه کسان په‌کې مړه شوي او دغه راز خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

غړي

لوګر کې سېلابونو ۱۳۰۰ جریب فصلونه له منځه وړي

د لوګر کرنې ریاست وایي چې له تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د پرله‌پسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.

غړي

افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر ۱۲۶ کسانو ته لوړ شو

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه مړه، ۵۶ نور ټپیان او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

ننګرهار کې سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي

د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د تېرې ورځې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له امله یې تر پنځه سوه ډېر کورونه ويجاړ شوي او زرګونه جريب کرنيزه ځمکه هم تخريب شوې ده.

غړي

په سمنګان کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي

د سمنګان د دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو د پنځو کسانو ژوند واخیست او د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره د څو کیلو مترو سړک د خرابوالي له امله د بلخ ولایت مزارشریف ښار سره پرې…