Language

تخار کې سېلابونه؛ یو کس مړ او ۱۰ نور ټپیان شوي

تالقان (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د تخار له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار، اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د وروستیو دوو ورځو سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او ۱۰ نور ټپیان دي.

د مسوولینو په خبره، د دغو سېلابونو له امله له ۲۰۰۰ جریب ډېره کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې او له سیمه‌ییزو ادارو او موسسو سره په همغږۍ زیانمنو خلکو ته د رسېدنې هڅې روانې دي.

د تخار له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ملا احمدسیر ساجد پژواک اژانس ته وویل: «له دوو شپو راهیسې د شدیدو بارانونو په پایله کې چې د سېلابونو راوتلو لامل شوی، خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دی.»

نوموړي وویل، د دغو سېلابونو له امله له سل جریب ډېره کرنیزه ځمکه د تالقان ښار اړوند په خطایان سیمه کې او له ۲۰۰۰ جریب ډېره کرنیزه ځمکه په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې تخریب شوې ده.

ساجد زیاتوي، له دوو ورځو راهیسې له سیمه‌ییزو ادارو او موسسو سره په همغږۍ زیانمنو خلکو ته د رسېدنې هڅې په چټکۍ سره روانې دي او د دغو سېلابونو له امله د مالي د زیانونو شمېر د تغییر په حال کې دي.

له بلې خوا، د یاد ولایت روغتیايي مسوولین وایي چې د دوو وروستیو ورځو سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او ۱۰ نور نور ټپيان دي چې د ټپیانو له ډلې د څلورو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د سېلابونو له امله په یاد ولایت کې له ۱۲۰ ډېر کورونه تخریب شوي، لسګونه څاروي له منځه تللي او ۲۰ کسان مړه او ټپیان شوي وو.

Related Topics