ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي

ننګرهار کې سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي

author avatar
25 Jul 2022 - 17:33
ننګرهار کې سېلاب‌ځپلي مرستې غواړي
author avatar
25 Jul 2022 - 17:33

جلال اباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په ځینو ولسواليو کې د تېرې ورځې له سختو اورښتونو وروسته سېلابونه راووتل چې له امله یې تر پنځه سوه ډېر کورونه ويجاړ شوي او زرګونه جريب کرنيزه ځمکه هم تخريب شوې ده.

د سېلاب ځپلي وايي چې ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار، سره‌رود، بټي‌کوټ، کوټ، روداتو، اچين، سپين‌غر او کوز‌کونړ ولسواليو کې د وروستيو اورښتونو له امله چې لومړني معلومات ترلاسه شوي، سيلابونو پنځه کسان مړه کئِ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست تاييد کړه چې دغه راز سېلابونو په يادو سيمو کې له پنځه سوه ډېر کورونه ړنګ کړي او زرګونه جريب کرنيزه ځمکه يې هم تخريب کړې ده.

په همدې تړاو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د مطبوعاتو د همغږۍ مسوول صديق‌الله قريشي پژواک ته وويل: «د سيلابونو له کبله زموږ هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اوښتي، د دې ترڅنګ يو شمېر ځاني زیانونه هم لري، تر ټولو ډېر زیان يې په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې اړولی، سلګونه جریب ځمکه يې تخریب کړې.»

بل لور ته د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د بالاباغ سيمې يوه اوسېدونکي ميرزا الدين پژواک ته وويل، د کور ټولې خونې يې ړنګې شوې، اولادونه يې خپلو ګاونډيانو کره لېږلي او دوی يوازې د خپل کنډر کور ساتنه کوي.

نوموړي له حکومت او مرستندويه ادارو د مرستې غوښتنه وکړه.

د بټي‌کوټ ولسوالۍ يوه کروندګر اکرام‌الله پژواک ته وويل: «زما ١٢ جریب ځمکه ټوله سېلابونو تخریب کړې، زموږ په سیمه کې د سېلابونو له کبله ډېر کورونه زیانمن شوي، یو کور ناست دى چې دوه غواګانې او هر څه سامان یې تر خاورو لاندې شوي، سېلابونو ډېر زیان اړولی دی.»

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې بايد له سېلاب‌ځپلو کورنيو سره مرسته وشي او په بېړني ډول ورته د سرپناه زمينه برابره شي.

د ننګرهار ولايت يو مدني فعال حامد محمودي وايي، له مختلفو ولسواليو يې معلومات ترلاسه کړي چې خلک ان د شپې تېرولو لپاره څه نه لري؛ هر څه يې اوبو وړي دي.

دی وايي، حکومت دې له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ننګرهار ولايت چارواکي ډاډ ورکوي چې بېړنيو پېښو ته د چمتووالي ادارې د ټولو زيانمن شوو کورنيو سروې پيل کړې چې مرستې به هم ورسره ترسره شي.

د راپورونو له مخې، سېلابونو د ننګرهار ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لویې‌لارې ویجاړې کړې او خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.