کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د شمالي قبرس سواحلو ته څېرمه د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي، ۱۸ نور نادرکه دي او ۲۴۱ کسان ژغورل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د کیرینیا (Kyrenia) ښار سواحلو ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، دغه بېړۍ «FILOJET» په ځايي وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د کیرینیا له بندره د ترکیې د تاشوجو بندر پر لور روانه شوه، خو له حرکت لږ وروسته د نامعلوم لامل له امله اوبه ورننوتې او چپه شوه.
سرچینې لیکلي چې په دې بېړۍ کې ۲۵۹ مسافر او د عملې اته غړي سپاره وو؛ د ټولو ۲۶۷ سپرلیو له ډلې ۲۴۱ کسان ژغورل شوي دي.
یوه ژغورل شوي کس ویلي، بېړۍ له چپه کېدو مخکې سختې ښورېدله او وروسته له دې چې په شدت د اوبو له سطحې سره ولګېده، یوه برخه یې ماته شوه او اوبه ورننوتې.
د راپور له مخې، د شمالي قبرس چارواکو ویلي چې د بېړۍ کپتان او د عملې اووه غړي د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي. دغه راز، بېړۍ څو ساعته وروسته په بشپړه توګه ډوبه شوې او اوس د سمندر په ۵۱۴ متره ژوروالي کې پرته ده.
رویټرز لیکلي چې د ۱۸ نادرکه کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي او د ترکیې او شمالي قبرس د ساحلي ساتونکو څو بېړۍ او دوه چورلکې په دغو عملیاتو کې برخه لري.