ژبه

ایران ته پر ناقانونه لارو سفر؛ د قاچاقبرانو ژمنې او د لارو تریخ حقیقت

Khwaja Nasir Sideqi

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۵

Views: ۱۰

زرنج (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۵): اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی یو شمېر افغان ځوانان دې ته اړباسي څو له ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي؛ خو دغه لارې له ګڼو خطرونو ډکې دي؛ مسافر له ګرمۍ، تندې، د قاچاقبرانو له دوکو او ان له امنیتي خطرونو سره مخ کېږي او په ځینو مواردو کې، لکه د نیمروز د مارګو دښتې پېښه، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ایران ته د ناقانونه لارو د ځینو قربانیانو کورنۍ وايي چې قاچاقبرانو د لارې د لنډوالي او اسانتیاوو په اړه ژمنو کې دوی د دغه سفر له واقعي خطرونو ناخبره ساتلي وو.

یو ځوان: پر ناقانونه لارو سفر له ژوند سره لوبه ده

د زبیر په نوم یوه ځوان چې دوه کاله مخکې له ناقانونه لارې ایران ته تللی و، پژواک ته وویل چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله دغه هېواد ته تللی و؛ خو په دې وروستیو کې په جبري توګه بېرته راایستل شوی دی.

هغه زیاته کړه، قاچاقبر ورته ویلي وو چې لاره یوازې څو ساعته پلی مزل لري؛ خو دی څو شپې او ورځې په لاره و.

د هغه په خبره، د دغه سفر پر مهال د ایران پولې ته څېرمه پرې ډزې وشوې، خو له ټپي کېدو سره سره ایران ته ورسېد.

زبیر وویل: «قاچاقبران د خپلو ګټو لپاره د خلکو ځوانان غولوي؛ وايي چې پلی مزل کم دی؛ خو کله چې د ایران سراوان ته څېرمه د کلګان پولې ته ورسېدو، ورځې به مو په غرونو کې پټې تېرولې او د شپې به مو مزل کاوه.»

هغه وايي، سخته ګرمي، له روغتیايي مرکزونو د لارو اوږد واټن او اوبو او خوړو ته اسانه نه لاسرسی د دغه سفر خطرونه زیاتوي.

هغه وايي: «به ناقانونه لارو سفر له ژوند سره لوبه ده.»

د مارګو دښتې مرګونې پېښه؛ د ناقانونه لارو د خطرونو یوه بېلګه

د پژواک د یوه مخکني راپور له مخې، د نیمروز سیمه‌ییزو چارواکو د روان کال په چنګاښ میاشت کې ویلي وو، ۱۹ افغان وګړي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، د مارګو دښته کې یې د موټر له خرابېدو وروسته ورک شوي وو او جسدونه یې څو ورځې وروسته وموندل شول.

د قربانیانو د کورنیو په خبره، بېوزلي، بېکاري او پورونه ایران ته د هغوی د تګ له اصلي لاملونو وو؛ په داسې حال کې چې قاچاقبرانو د لارې خطرونه تر واقعي کچې کم ښودلي وو.

هغه کس چې په مارګو دښته کې یې د خپلې کورنۍ څلور غړي له لاسه ورکړي

د بادغیس ولایت اوسېدونکي مولوي جیلان پژواک ته وویل چې د مارګو دښتې پېښه کې یې یو ورور، زوم، د ترور زوی او د ماما زوی چې په قاچاقي توګه ایران ته روان وو، له لاسه ورکړي دي.

هغه وايي، بېکاري، بېوزلي او تنګ‌لاسي د دې لامل شول چې دغه ځوانان د کار لپاره ایران ته ولاړ شي.

جیلان د دې ترخې پېښې په یادولو سره وویل: «هماغه ورځ مې سهار تر لسو بجو له خپل ورور سره په مبایل خبرې وکړې، موټر خراب شوی و او موټرچلوونکي د جوړولو لپاره چهاربرجک ته بیولی و.»

د هغه په خبره، موټرچلوونکي هماغه شپه سیمه‌ییز چارواکي له پېښې خبر کړي وو او د لټون عملیات له بلې ورځې پیل شول؛ خو د سختې ګرمۍ او د دښتې د سختو شرایطو له امله د موټر ټول سپرلي مړه شوي وو.

هغه مور چې ۱۶ کلن زوی یې په دې لاره کې له لاسه ورکړی

د بادغیس ولایت د دره‌بوم ولسوالۍ د «قلي‌غي» کلي اوسېدونکې پري‌ګل چې د مارګو دښتې پېښه کې یې د محب‌الله په نوم خپل ۱۶ کلن زوی له لاسه ورکړی، پژواک ته په ټیلېفوني خبرو کې وویل چې زوی یې د خپلې اووه‌کسیزې کورنۍ یوازېنی ډوډۍ راوړونکی و.

هغې زیاته کړه، محب‌الله د خلکو په ځمکو کې کار کاوه او هره ورځ یې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ مزدوري اخیسته؛ خو کله چې شاوخوا دوه کاله ورته کار پیدا نه شو، پرېکړه یې وکړه چې له ناقانونه لارې ایران ته ولاړ شي.

پري‌ګل چې څو کاله مخکې یې مېړه له لاسه ورکړی، په خواشینۍ سره وویل: «کاشکې زه له لوږې مړه شوې وای، خپل اولاد مې په قاچاقي سفر نه وای لېږلی؛ اوس بې‌کسه او در په دره شوو، بچی مې زموږ د نسونو لپاره په دښته کې شهید شو.»

د هغې په خبره، قاچاقبر ژمنه کړې وه چې په لاره کې پلی مزل کم دی او مسافر به په دوو ورځو کې ایران ته ورسېږي.

هغې وویل: «قاچاقبر راته وویل چې پلی مزل نه لري او مسافر به په دوو ورځو کې ایران ته ورسېږي؛ کله چې خبر شوو، دوه ورځې یې یوازې په دښته کې تېرې شوې وې. زموږ اولادونه یې د مرګ خولې ته ورکړل.»

دغه مور له نورو کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه په ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته ونه لېږي.

بېوزلي؛ د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ اصلي لامل

نیمروز کې د کډوالۍ برخې یو کارپوه نعمت‌الله بارکزی وايي چې په هېواد کې د ناقانونه کډوالۍ د پام وړ برخه اقتصادي لاملونه لري او په ځینو مواردو کې سیاسي لاملونه هم لرلی شي.

هغه زیاته کړه چې له یوې خوا بېوزلي، اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی او له بلې خوا د قانوني کډوالۍ لوړ لګښتونه د دې لامل کېږي چې یو شمېر خلک په قانوني توګه د کډوالۍ توان ونه لري.

د هغه په خبره، پاسپورټ، ویزه، د سفر لګښت او په نورو هېوادونو کې د اوسېدو لګښتونه د ډېرو بېوزلو افغانانو له وسه پورته دي.

بارکزي وویل: «هغوی پخپله هم پوهېږي چې ناقانونه کډوالي له ژوند سره یو ډول قمار دی؛ خو د پاتې کېدو او تلو، او له یوې خوا د بېوزلۍ او لوږې او له بلې خوا د کډوالۍ د خطر ترمنځ، ناقانونه لاره غوره کوي.»

بارکزی ټینګار کوي چې د ناقانونه کډوالۍ کمولو لپاره یوازې له قاچاقبرانو سره مبارزه بسنه نه کوي، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د اقتصادي پروژو په پراختیا او د قانوني، خوندي او کم‌لګښته کاري کډوالۍ د زمینې په برابرولو سره باید د کډوالۍ فشار هم کم شي.

له دوو زرو ډېرو مسافرو له وتلو مخنیوی شوی

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد قدرت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې له دوو زرو ډېرو هغو مسافرو د وتلو مخه نیولې چې غوښتل یې په قاچاقي توګه کډوال شي او ۷۴ کسان یې د انسانانو د ‌قاچاق په تړاو نیولي دي.

هغه وايي، دغه کسان د زرنج ښار او د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د هغه په خبره، د انساني ‌قاچاق اړوندو عملیاتو پر مهال یو شمېر نقلیه وسایط هم له نیول شوو کسانو ضبط شوي او له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

خو ایران ته د رسېدو لپاره د ځوانانو له خوا د ناقانونه لارو د دوامدارې کارونې له مخې ښکاري چې له قاچاقبرانو سره مبارزه، د بېوزلۍ، بېکارۍ او د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي ترڅنګ، د دې ډول کډوالۍ د کمولو له مهمو ننګونو څخه دي.

د کارګرانو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي طرحه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري مخکې په یوه پروګرام کې ویلي وو چې د افغان کارګرانو د قاچاق او بهرنیو هېوادونو ته د ارزانه کاري ځواک د ناقانونه لېږلو مخنیوي لپاره باید د کارګرانو د قانوني لېږلو بهیر رامنځته شي.

هغه د کارموندنې له شرکتونو هم غوښتي وو چې د کارګرمنونکو هېوادونو له خصوصي شرکتونو او کاري سکټور سره مستقیمې خبرې وکړي، څو افغان کارګرانو ته د قانوني جذب زمینه برابره شي.