ژبه

خلیلزاد: د سعودي، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي

احمد صهیب حسرت

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۸

Views: ۲

کابل (پژواک ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه لېوال دي څو په افغانستان کې په بېلابیلو برخو، په ځانګړي ډول د نفت او ګاز په اکتشاف او استخراج کې پانګونې وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر ‎د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو له پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، د دې لیدنې پر مهال د سیمې د وضعیت، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو برخه کې د ترسره شوو پرمختګونو او په مختلفو سکټورونو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې د موجودو فرصتونو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه شوي او د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړې ده، د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه لېوال دي چې په افغانستان کې په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په اکتشاف او استخراج کې پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یادو هېوادونو د شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو پانګه‌والو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او هر ډول همکاري او ملاتړ یې کوي.