کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند وایي، تېر کال د عامې روغتیا وزارت له ۹۴.۸ میلیونو ډېر سرپا او داخلبستر روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي؛ د چاپېریال ساتنې ادارې شاوخوا ۱۶ میلیونه نیالګي کېنولي، کابل ښاروالۍ څه باندې ۱۸۵ زره کیلوګرامه تاریختېر خوراکي توکي له منځه وړي او افغان ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې ۶۲ مډالونه ګټلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د عامې روغتیا وزارت، د چاپېریال ساتنې ادارې، کابل ښاروالۍ او د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
عامه روغتیا
مجاهد وویل، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د روغتیا ستراتیژي، پنځه کلن ستراتیژیک پلان او د روغتیايي خدمتونو نوې ټولګه جوړه شوې او د بېلابېلو روغتیايي برخو لپاره ۳۳۲ لارښودونه، کلینیکي پروتوکولونه، تقنیني او تنظیماتي اسناد او معیاري عملیاتي کړنلارې ترتیب شوې دي.
د هغه په وینا، په همدې موده کې د روغتیايي نظام د معیاري کولو په موخه د درملو او خوړو، طبي سرغړونو، طبي چلند او اخلاقي اصولو اړوند قوانین او د بېلابېلو روغتیايي برخو لایحې هم جوړې شوې دي.
ده زیاته کړه، د روغتیايي خدمتونو د تمویل، کیفیت او څارنې، د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو معیارونه او د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) د نړیوال تصدیقلیک د ترلاسه کولو لپاره لار نقشه او طرحې هم چمتو شوې دي.
مجاهد وویل، په تېر کال کې بېلابېلو اصنافو ته د لابراتواري معایناتو له بشپړېدو وروسته ۱۹ زره او ۴۷۰ روغتیايي کارتونه وېشل شوي دي.
د هغه په خبره، ۱۷۲۳ فارمسیستانو ته د فعالیت جوازونه او مسلکي کارتونه، ۳۴۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو ته جوازونه، ۶۲۴۰ ډاکټرانو ته د ثبت کارتونه او ۳۴۶۶ ډاکټرانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
ده وویل، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه په بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د روغتیا ستراتیژۍ، تغذیې، ملاریا، واکسین، سرویلانس او روغتونونو د مدیریت په برخو کې ۱۰ زره او ۲۱۶ روغتیايي کارکوونکي او مسوولین روزل شوي دي.
د هغه په وینا، د رواني روغتیا د پیاوړتیا په موخه ۹۸ کسان د ټولنیزې ـ رواني مشورې له دوه کلن پروګرامه فارغ شوي او ۴۱۵۰ روغتیايي کارکوونکي د رواني روغتیا په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
مجاهد زیاته کړه، د عامه خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښهوالي لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې زر ډاکټران، قابلې، د ټولنې روغتیايي کارکوونکي او ترافیک پولیس د ترافیکي خوندیتوب، لومړنیو مرستو، روغتیايي خدمتونو او د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخو کې روزل شوي دي.
د هغه په وینا، د ۲۷۵ خصوصي روغتونونو کارکوونکو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ روزنه ورکړل شوې او د امارتي او خصوصي طبي پوهنځیو له ۹۰۰۰ فارغانو څخه د مسلکي فعالیت جواز د یوولسم پړاو خروجي ازموینه اخیستل شوې ده.
۶۰ روغتیايي پروژې بشپړې شوې
مجاهد وویل، په یاد کال کې د هېواد په کچه د روغتیايي زیربناوو د پراختیا ۶۰ ودانیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د هغه په خبره، په دغو پروژو کې ۲۴ د ولسوالیو روغتونونه، ۲۵ روغتیايي مرکزونه، د بېړنیو خدمتونو یوه څانګه، د زړه جراحۍ یوه څانګه، د جدي پاملرنې څلور څانګې، د هیموډیالیز څلور څانګې او د ماشومانو د درملنې یوه ځانګړې څانګه شاملې دي.
ده وویل، د هېواد په کچه د ۱۰۳ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغونې چارې هم روانې شوې دي چې حوزوي، ولایتي، نسایي ولادي او د ولسوالیو روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او د ځانګړو ناروغیو د درملنې مرکزونه په کې شامل دي.
د مجاهد په وینا، د ۴۵ ولسوالیو روغتونونو د جوړېدو تدارکاتي چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
هغه وویل، په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړی او په بلخ، هرات، ننګرهار او کندهار حوزوي روغتونونو کې یې څانګې فعالې شوې دي.
ده زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د ۱.۹ میلیارد افغانیو په ارزښت له تېرې ادارې څخه د پاتې اوو نیمهکاره روغتیايي پروژو د ساختماني او تدارکاتي چارو د بشپړولو بهیر تر کار لاندې نیولی دی.
د هغه په خبره، په دغو پروژو کې د پنجشېر، دایکنډي او غزني ۱۰۰ بستریز، د ننګرهار ۶۰۰ بستریز، د کونړ ۲۰۰ بستریز او د زابل د ارغنداب او د جوزجان د آقچې ولسوالیو ۳۰ بستریز روغتونونه شامل دي.
مجاهد وویل، د ۱.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۷۱ روغتیايي مرکزونو، نهو ولایتي روغتونونو او اتو د ولسوالیو روغتونونو ته د درملو، طبي او غیرطبي تجهیزاتو او امبولانسونو د پېرلو تدارکاتي چارې هم بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د کابل احمدشاه بابا روغتون تخصصي او ثالثي کچې ته لوړ شوی او په مهمو روغتونونو کې د سيټيسکن، الټراساونډ، فلوروسکوپي او برانکوسکوپي وسایل نصب شوي دي.
د ده په وینا، د نري رنځ د تشخیص مرکزونو شمېر ۱۴۴ ته لوړ شوی، روغتیايي مرکزونو ته تشخیصي وسایل او لابراتواري توکي وېشل شوي، د واکسینونو د ساتنې لپاره لمریز یخچالونه ورکړل شوي او د مجازو درملو لېست ډیجیټلي شوی دی.
میلیونونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه
مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۹۲.۷ میلیونه سرپا روغتیايي خدمتونه او له ۲.۱ میلیونو ډېر داخلبستر خدمتونه وړاندې شوي دي.
هغه زیاته کړه، په همدې موده کې ۲۲۸ زره لوی او ۳۸۴ زره کوچني عملیاتونه، ۷۵ زره د هیموډیالیز او فیسټولا خدمتونه او له اتو زرو ډېر د جدي پاملرنې «ICU» خدمتونه ترسره شوي دي.
د ده په خبره، په دغه کال کې ۱.۳ میلیونه زېږونونه شوي، شاوخوا ۲۹۰ زره امبولانس خدمتونه او له ۸۸ زره ډېر د فزیوتراپي او فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې شوي، د څه باندې ۲۵ زره روږدو کسانو او له ۹۹ زره ډېرو سرطان ناروغانو درملنه شوې او ۳۰ زره حاجیانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
مجاهد زیاته کړه، له ۵۰ زره ډېر د نري رنځ، شاوخوا ۲۳ زره د ملاریا، له ۱۰۰ زره ډېر د لشمانیا او له څلور زره ډېر د ډینګي تبې ناروغان تشخیص او درملنه شوي دي.
د هغه په وینا، د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې له ۳۳ زره ډېرو کسانو ته د اېچآیوي، شاوخوا ۳۳ زره کسانو ته د تور ژیړي، له ۲۵ زره ډېرو کسانو ته د سپین ژیړي او له نهو زرو ډېرو کسانو ته د جذام ټېسټونه ترسره شوي دي.
هغه وویل، په پایله کې د دغو ناروغیو ناروغان تشخیص او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
مجاهد وویل، له پنځو کلونو د کم عمر له ۲.۱ میلیونو ډېر ماشومان د تغذیې په پروګرام کې شامل شوي او شاوخوا دوه میلیونه میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره غني شوي خواړه ورکړل شوي دي.
د هغه په خبره، له ۵۴ زره ډېرو کسانو ته د ترافیکي خوندیتوب، حفظالصحې، خوړو خوندیتوب، سرطان، شکر او زړه ناروغیو په اړه معلومات ورکړل شوي او سلګونه زره پوسترونه او بروشرونه وېشل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د روغتیايي پوهاوي لپاره ویډیويي کلېپونه، د ټولنیزو رسنیو مطالب او عامه غونډې هم جوړې شوې او له ۵۶۷ زره ډېرو روږدو کسانو ته د سالم ژوند په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
ده وویل، په ۳۴ ولایتونو کې د زندانونو او حمایوي کمپونو لپاره ګرځنده روغتیايي ټیمونه هم جوړ شوي دي.
د درملو او خوړو څارنه
مجاهد وویل، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د تضمین او تنظیم په موخه له ۱۰۹ زره ډېرې نمونې ارزول شوې، غیرمعیاري توکي تشخیص شوي او په تړاو یې قانوني اقدامات ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه، د درملو، خامو موادو او خوراکي توکو تخنیکي ارزونې هم ترسره شوې او ګڼ شمېر تولیدي، وارداتي او صادراتي شرکتونو او درملتونونو ته د فعالیت جوازونه صادر شوي دي.
د هغه په وینا، د وارداتي شرکتونو، موسسو او کورنیو تولیدي فابریکو لپاره د څه باندې ۵۸ زره قلمو وارداتو اجازهلیکونه صادر شوي دي.
هغه زیاته کړه، له ۱۲ هېوادونو سره د درملو د اسنادو د اعتبارسنجۍ اړیکې جوړې شوې، د دودیزو درملو د ثبت او ارزونې چارې ترسره شوې او د کورنیو درملو تولید د ودې لپاره د کابل په میربچهکوټ ولسوالۍ کې ځانګړی صنعتي پارک منظور شوی دی.
د ده په خبره، د کورنیو تولیداتو ونډه له ۳۰ سلنې لوړه شوې، د درملیزو تاسیساتو اړوند ۵۷۵ قضیې قانوني شوې او د درملتونونو د سروې او بیا ثبت پروسه پیل شوې ده.
مجاهد وویل، د کابل د ۴۰ خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ او د ۲۱۷۸ امارتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو ارزونه ترسره شوې ده.
هغه زیاته کړه، له پنځو زرو ډېر قلمه درمل ارزول شوي او له ۷۳۷۲ درملتونونو، ۸۱۱ وارداتي شرکتونو، ۷۴۳ عمدهپلورنځیو، ۳۹۰ تولیدي فابریکو او ۳۳۸۰ خوراکي تاسیساتو څخه څارنه شوې ده.
د هغه په وینا، له ۳۳۰۰ صنعتي موسسو، امارتي او خصوصي روغتونونو، دودیزو درملتونونو، عطاریو، حجامت مرکزونو او بېلابېلو اصنافو څخه هم د حفظالصحې او روغتیايي معیارونو د رعایت په موخه څارنه شوې ده.
ده وویل، ۱۲۹۵ ټنه غیرقانوني، تاریختېر او غیرمعیاري درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي مواد له منځه وړل شوي او د طبي سرغړونو ۱۰۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
مجاهد وویل، په روغتیا سکتور کې د همکاریو د پراختیا او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له کورنیو او بهرنیو موسسو او بنسټونو سره ۳۵۰ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د هغه په خبره، د وزارت رهبرۍ او تخنیکي استازو د روغتیايي همکاریو د پراختیا، ساري ناروغیو د کنټرول، ظرفیت لوړونې، د درملو د تنظیم او ثبت سیستم د پیاوړتیا او د کیفیت کنټرول لپاره قطر، ترکیې، هند، ایران، اندونیزیا، متحده عربي اماراتو، بنګلهدېش، ازبکستان، اردن او سعودي عربستان ته ۱۷ رسمي سفرونه کړي دي.
د چاپېریال ساتنې اداره
د اسلامي امارت ویاند د چاپېریال ساتنې ادارې د فعالیتونو په اړه وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ۱۷۷۱ انکشافي، صنعتي او تولیدي فعالیتونو او پروژو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوې دي.
هغه وویل، د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د فعالیتونو او پروژو مالکانو ته ۱۶۱۹ چاپېریالي جوازونه ورکړل شوي دي.
د ده په خبره، په مرکز او ولایتونو کې له ۲۵ زره ډېر ککړوونکي فعالیتونه تر څارنې او تفتیش لاندې نیول شوي او له چاپېریالي معیارونو سره د فعالیتونو د برابرولو لپاره ۷۱۵۸ سپارښتنې صادرې شوې دي.
مجاهد وویل، په همدې موده کې د هېواد په کچه شاوخوا ۱۶ میلیونه مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنول شوي دي.
هغه زیاته کړه، په کابل، بامیان، بدخشان، ننګرهار، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې د چاپېریالي پروژو د پلي کولو لپاره له کورنیو موسسو سره ۱۱ د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي او په پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو کې د چاپېریال ساتنې په اړه ۵۶۸ روزنیز او عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي.
مجاهد وویل، د چاپېریالي ککړتیا د کنټرول او کمښت قانون مسوده نهایي شوې، د وحشي ژوو او نباتاتو د نړیوالې سوداګرۍ طرزالعمل، د کیمیاوي موادو د تنظیم طرزالعمل مسوده او د چاپېریال د دوامدار پرمختګ پالیسۍ مسوده ترتیب شوې ده.
ده زیاته کړه، د اقلیمي بدلون ستراتیژي هم نهایي شوې، د امارتي ادارو په ۱۴ تقنیني او پالیسۍ سندونو کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون موضوعات شامل شوي او د چاپېریال ساتنې ۱۷ لارښودونه بیاکتل شوي دي.
کابل ښاروالۍ
مجاهد وایي، کابل ښاروالۍ تېر کال د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۲۶۵ زره او ۴۹۶ کیلوګرامه تاریختېر خوراکي توکي او بېکیفیته د مینځلو مواد راټول شوي دي.
د هغه په خبره، له دې ډلې ۱۸۵ زره او ۹۲۲ کیلوګرامه تاریختېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.
ده زیاته کړه، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۲۹ زره او ۴۲۱ بېلابېلو صنفونو روغتیايي او چاپېریالي وضعیت ارزول شوی دی.
دی وایي، ۹۷ زره او ۲۳۲ صنفي کارکوونکو ته روغتیايي او چاپېریالي زدهکړې ورکړل شوې او د چاپېریالي اصولو د نه رعایت له امله ۵۵۶۲ بېلابېل صنفونه تړل شوي دي.
ورزش
مجاهد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د فعالیتونو په اړه وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په اوسط ډول هره میاشت د مرکز او ولایتونو په کچه د زرګونو ورزشکارانو په ګډون ۴۴۰ انتخابي، مناسبتي او هڅوونکې سیالۍ ترسره شوې دي.
هغه وویل، په همدې موده کې پنځه ستر لیګونه جوړ شوي او د څلورو ورزشي فدراسیونونو کورنۍ انتخابي سیالۍ هم ترسره شوې دي.
د ده په خبره، افغانستان د بډمینټن او دودیزې غېږنیونې په دوو ورزشي برخو کې د نړیوالو سیالیو کوربهتوب کړی دی.
هغه زیاته کړه، د بډمینټن په نړیوالو سیالیو کې د ازبکستان، سوریې او ایران ورزشکارانو ګډون کړی او د دودیزې غېږنیونې په نړیوال فستیوال کې د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې شاوخوا ۶۰ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.
مجاهد وویل، دغه سیالۍ په کابل کې د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شوې دي.
هغه زیاته کړه، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۲۴۰ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړیوالو ورزشي سیالیو کې ګډون کړی او ټولټال یې ۶۲ مډالونه ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، په دغو مډالونو کې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه شامل دي.