ژبه

په اردن کې د ایران په برید کې د امریکا څو پوځي الوتکې زیانمنې شوي دي

جنگندهای اف‌-۱۵ امریکا در یک عکس آرشیفی. عکس: نیروی هوایی امریکا

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۹

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د امریکا سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړی چې په اردن کې پر یوه هوايي اډه د ایران په راکټي برید کې د امریکا یوه اې‌-۱۰ (A-10) پوځي الوتکه او شاوخوا اته اف‌-۱۵ (F-15) جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي.

د امریکا سي‌بي‌اېس خبري شبکې تېره شپه د هغو سرچینو له قوله چې د دې پېښې په اړه مستقیم معلومات لري، راپور ورکړی چې دغه زیانونه د سپټمبر اتمې، له شپې د چهارشنبې تر سهاره پورې په اردن کې پر موفق‌السلطي هوايي اډه د ترسره شوو بریدونو پر مهال اوښتي دي.

د راپور له مخې، شاوخوا اته اف‌-۱۵ جنګي الوتکو ته سطحي زیانونه اوښتي او یوه اې‌-۱۰ تاندربولټ (A-10 Thunderbolt) الوتکه هم په نښه شوې چې یو وزر یې له منځه تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اردن پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي وو، ایران د دغه هېواد پر لور ۲۰ بالستیک توغندي توغولي وو چې ۱۸ یې شنډ او له منځه وړل شوي او دوه نور په نااستوګنو سیمو کې لوېدلي دي. اردني چارواکو ویلي وو چې په دغه برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

همداراز، یوه امریکايي چارواکي د تازه جزیاتو تر خپرېدو مخکې ویلي وو چې په اردن کې د ایران بریدونه «بې‌اغېزې» وو او ټول امریکايي ځواکونه خوندي دي؛ خو د سي‌بي‌اېس تازه راپور وایي چې په دغو بریدونو کې د امریکا څو پوځي الوتکې زیانمنې شوې دي.

د ایران سپاه پاسداران هم تر دې مخکې ویلي وو چې د موفق‌السلطي هوايي اډه یې په بالستیک توغندیو په نښه کړې وه.