ژبه

هېواد ته د ۳۴ ټنه غیرمعیاري نبشي اوسپنې واردېدو مخنيوی شوی

زرغونه صالحی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳:۲۷

Views: ۸

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ملي اداره وايي، ۳۴ زره او ۳۱۰ کیلوګرامه غیرمعیاري نبشي اوسپنه د اسلام‌کلا بندر له لارې بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوې ده.

د دې ادارې پر اېکس‌پاڼه کې راغلي چې د اسلام‌کلا بندر د معیار او کیفیت امریت تخنیکي کارکوونکو دغه اوسپنه له ارزونې وروسته بې‌کيفیته وبلله.

سرچینه زیاتوي چې له ټاکلو معیارونو سره د دې اوسپنې نه مطابقت له تثبیت وروسته، بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول شوه.

مسؤولان وايي، د هېواد په بندرونو کې د توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول بهیر د مصرف‌وونکو د حقونو خوندیتوب، په بازار کې د معیاري توکو د ملاتړ او د غیرمعیاري محصولاتو د واردېدو د مخنیوي په موخه په منظم او روڼ ډول دوام لري.