ژبه

چیلي کې د عمر خوړلو د ساتنې یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۴

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چیلي په سوېل کې د خوړلو د ساتنې یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه او ۱۰ نور روغتون ته لېږدول شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د جمعې شپې ناوخته د چیلي د اراوکانیا سیمې په پیتروفکین ښار کې د زړو کسانو ساتنې په یوه مرکز کې اور لګېدلی دی. دغه ښار د چیلي له پلازمېنې سانتیاګو څخه شاوخوا ۶۴۰ کیلومتره سوېل ته موقعیت لري.

د راپور له مخې، د اورلګېدنې پر مهال په دغه مرکز کې ۲۶ زاړه کسان موجود وو چې ۱۶ یې مړه او ۱۰ نور ژغورل شوي دي. ژغورل شوي کسان د درملنې لپاره یوه سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

اور وژونکو د شنبې سهار اور مړ کړ. په ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو انځورونو ښيي چې اور د دغه مرکز ودانۍ ټوله نیولې وه او اور وژونکي یې د مړ کولو هڅه کوله.

د پیتروفکین ښاروالې ژاکلین رومېرو ویلي چې د ښاروالۍ روغتیايي او عامه امنیتي ټیمونه، اور وژونکي او پولیس د پېښې په ځای کې فعالیت او د قربانیانو له خپلوانو سره مرسته کوي.

هغې زیاته کړې چې ښاروالۍ د روان کال په فبرورۍ کې له دغه مرکزه د تفتیش غوښتنه کړې وه؛ ځکه چې یاد مرکز مقررات نه مراعاتول او د روغتیايي سرغړونو له امله له قانوني اقداماتو سره مخ و.

د سیمې روغتیايي چارواکو هم ویلي چې دغه مرکز له ۲۰۱۹ کال راهیسې د مقرراتو اړوند ستونزې لرلې او په تېر کې پرې اداري اقدامات او جریمې هم لګېدلې وې.

په همدې حال کې، د چیلي ولسمشر خوسې انټونیو کاسټ د دغو کسانو د مړینې د څرنګوالي په اړه د هراړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز امر کړی چې په ټول هېواد کې د عمر خوړلو کسانو د ساتنې مرکزونو وضعیت دې په بېړني ډول وڅېړل شي، څو شته ستونزې معلومې او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.