ژبه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لومړۍ شل‌اوریزه لوبه ترسره کوي

پژواک

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن له هند سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې ترسره کېږي.

یاده لوبه د هند د پلازمېنې نوې ډيلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډلې له هند سره د لوبې لپاره پرون خپل وروستي تمرینات ترسره کړي دي.

د یادونې ده، د دې لوبړلۍ دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۵مه او درېیمه به یې د همدې میاشتې په ۱۷مه ترسره شي.