ژبه

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیه څه باندې درې سلنه لوړه شوه

Reuters

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۳

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د نړۍ په بازارونو کې د نن ورځې په راکړه‌ورکړه کې، د سعودي عربستان د نفتو د یوه مهم پایپ‌لاین د فعالیت له درولو او د نفتو د عرضې د ګډوډېدو په اړه د اندېښنو له ډېرېدو وروسته، د تېلو بیه څه باندې درې سلنه لوړه شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی چې د نن سهار په راکړه‌ورکړه کې، د برنټ نفتو د قراردادونو بیه ۳.۱ سلنه لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۱۰۷.۸۲ ډالرو ته ورسېده؛ د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۳.۲ سلنه لوړه شوه او هر بېرل یې ۱۰۳.۲۲ ډالرو ته ورسېد.

د تېلو بیه په داسې حال کې لوړه شوې چې سعودي عربستان د دغه هېواد پر «ختیځ–لوېدیځ» پایپ‌لاین د بې‌پیلوټه الوتکو له برید وروسته د هغه فعالیت په موقتي ډول درولی دی. سعودي چارواکو ویلي، دغو بې‌پیلوټه الوتکو له عراقه الوتنه کړې وه او د ریاض او مدینې په سیمو کې یې د پایپ‌لاین ځینې برخې په نښه کړې دي. دغه پایپ‌لاین د سعودي له ختیځ څخه د سره سمندر پر غاړه ینبع بندر ته تېل لېږدوي او له هرمز تنګي پرته د تېلو د صادراتو زمینه برابروي.

د رویټرز د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې د دغه پایپ‌لاین له لارې هره ورځ شاوخوا څلور تر پنځه میلیونه بېرله نفت لېږدول کېدل چې د نړۍ د نفتو د عرضې له څلورو تر پنځو سلنې سره برابر دي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي چې د احتیاطي اقدام په توګه یې د دغه پایپ‌لاین فعالیت درولی، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا ځنډ به څومره دوام وکړي.

د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې په داسې حال کې ډېرې شوي چې د امریکا او ایران د جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږد هم په پراخه کچه کم شوی دی. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګاز د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.

په وروستیو ورځو کې هم په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د تېلو بیې لوړې شوې او د برنټ نفتو د هر بېرل بیه یو ځل بیا له سلو ډالرو اوښتې ده.