هرات (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د هرات سیمهییز چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په ولسوالیو کې د کانونو، زیربناوو او عامه خدمتونو په برخو کې پروژې بشپړې شوي او یا هم روانې دي؛ د هغو پروژو ارزښت چې شمېرې یې اعلان شوې، له ۵.۶ میلیارد ډالرو اوړي.
د هرات د ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ، د سترو اقتصادي او پراختیايي پروژو د پلي کېدو زمینه هم برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، په شینډنډ ولسوالۍ کې د شینډنډ–پشتکوه سړک د جوړولو دوه میلیون ډالري پروژه، د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوې ودانۍ جوړول او د څو چکډیمونو جوړول عملي شوي دي.
د هغه په وینا، په ادرسکن ولسوالۍ کې د سرب او جست کان د استخراج چارې پیل شوي چې کولی شي د کارموندنې او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د هرات د ولایت مقام ویاند دغهراز په غوریان ولسوالۍ کې د شاوخوا ۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اوسپنې کان د کار د پیل، د روزنک د اوسپنې پروژې د دوام او په دې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې د جوړېدو یادونه هم وکړه.
هغه وویل، په پشتونزرغون ولسوالۍ کې د «تودي» د اوسپنې کان پر پروژه د شاوخوا ۱۴۰ میلیون ډالرو پانګونې کار روان دی او په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند پروژه له مهمو پراختیايي پروژو څخه شمېرل کېږي.
سعیدي زیاته کړه، په زندهجان ولسوالۍ کې نوی ترمینل، د اوسپنې پټلۍ، د زلزلهځپلو لپاره کورونه، چکډیمونه او د کډوالو ښارګوټی جوړ شوي دي.
د هغه په وینا، د دې ولسوالۍ د زلزلهځپلو لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ۱۰۲ میلیون افغانۍ لګول شوې دي.
ده وویل، په ګلران ولسوالۍ کې هم د سړکونو قیر کول، د اوبو رسولو شبکو او د زلزلهځپلو لپاره د کورونو جوړولو پروژې عملي شوې دي؛ په پراختیايي پروژو ۲۶ میلیون افغانۍ او د اوبو رسولو او کاریزونو په برخه کې ۱۵ میلیون افغانۍ لګول شوې دي
د هرات د ولایت مقام ویاند د کهسان ولسوالۍ په اړه وویل، په اسلامکلا بندر کې د ۳۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۷۷ معیشتي او پراختیايي پروژې پلې شوي او د اوسېدونکو او مسافرو د اسانتیا لپاره بېلابېل تاسیسات جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په اوبه ولسوالۍ کې هم پراختیايي پروژې عملي شوې او شاوخوا ۳۰ کیلومتره سړک قیرریزي شوی دی.
مفتي سعیدي ټینګار وکړ چې د هرات په ولسوالیو کې یو شمېر سترې اقتصادي او زیربنايي پروژې لا هم روانې دي او د بشپړېدو سره به یې د اقتصادي ودې، کارموندنې او غوره خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره شي.