هرات (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د هرات والي او په دغه ولایت کې د ترکمنستان سرکونسل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، ترانزیټ او د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې والي شیخ مولانا اسلامجار په هرات کې د ترکمنستان له سرکونسل باتور یولوف سره ولیدل.
سرچینه وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي، د ترانزیټي لارو پر پراختیا، د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې او له ترکمنستانه د هرات له لارې فراه ولایت ته د برېښنا پر لېږد خبرې شوې دي.
د هرات والي ویلي، د تورغونډۍ له لارې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې او د دې لارې پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي چې دغه پروژه کولای شي د سیمې شمال او جنوب سره ونښلوي او د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیزي.
اسلامجار زیاته کړې، د هرات سیمهییزه اداره په تورغونډۍ کې ګمرکي چارې او اړوند خدمتونه ۲۴ ساعته ترسره کوي او هیله یې څرګنده کړې چې د ترکمنستان مسوولین هم د دغه بندر اړوند برخو کې خپلې همکارۍ او فعالیتونه زیات کړي.
د هرات والي له ترکمنستانه د هرات له لارې فراه ولایت ته د برېښنا د لېږد په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې سیمهییزو مسوولینو دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
په هرات کې د ترکمنستان سرکونسل باتور یولوف ویلي چې په دې لیدنه کې مطرح شوي موضوعات به تعقیب او د خپل هېواد مرکزي مسوولینو ته به یې ورسوي.
نوموړي زیاته کړې چې د تورغونډۍ له لارې د ترانزیټ زیاتولو او د سوداګرۍ کچې لوړولو لپاره به هر اړخیزې هڅې وشي او په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ دوام ولري.