کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون د اوزبکستان په ترمذ ښار کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې دغه نندارتون د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډ تولید او پانګونې ته د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
هغه ویلي چې افغانستان د غالیو، ټوکر جوړولو، جامو، چرمي محصولاتو، خوراکي توکو او پروسس شوو کرنیزو محصولاتو برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او اوزبېکستان هم د تولید، ټکنالوجۍ، نساجۍ، ماشینونو او پروسس برخو کې پراخ ظرفیتونه لري.
عزیزي د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو پر جوړېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغه نندارتون پایلې باید د سوداګریزو تړونونو، ګډو پانګونو، د تولید زیاتوالي او د صادراتو د پراختیا لامل شي.
د اوزبېکستان د سرخاندریا ولایت والي اولوغبیک قاسیموف هم په دغو مراسمو کې افغانستان او اوزبېکستان دوه دوست او وروڼه هېوادونه بللي دي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر دوام او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه نندارتون څنډه کې د افغانستان د غضنفر بانک او د اوزبېکستان د «اوزیکس» د اجناسو بورس ترمنځ د همکارۍ تړون هم لاسلیک شوی دی.
د دغه تړون له مخې، سوداګر کولای شي د توکو پېرلو پر مهال د هغو د ارزښت ۱۰ سلنه د غضنفر بانک له لارې خپل حساب ته ولېږدوي او پاتې ۹۰ سلنه پیسې د توکو له چمتو کېدو وروسته ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون اوزبېکستاني سوداګرو ته د افغانستان د محصولاتو پېرلو زمینه هم برابروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان او اوزبېکستان محصولات پکې په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې د افغانستان په غرفو کې غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې مېوې او جامې نندارې ته وړاندې شوي دي.