کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): ۲۵ کلن افغان جوجیتسوکار مصطفی وکیلي وایي، به تمرینونو او سیالیو کې د ګډون ترڅنګ، د ژوند د لګښتونو او کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره په یوه نانوایي کې کار کوي؛ که څه هم اقتصادي ستونزې لري او امکانات کم دي، خو بیا هم اراده نه لري ورزش پرېږدي.
وکیلي اصلاً د بامیان د شیبر ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس په کابل ښار کې ژوند کوي. نوموړی له نهو کلونو راهیسې د جوجیتسو برخه کې فعالیت کوي او وایي چې د اقتصادي ستونزو او کافي امکاناتو نشتوالي باوجود لا هم خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي.
هغه د بامیان په یوه ښوونځي کې تر اتم ټولګي پورې زدهکړې کړې، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
وکیلي هره ورځ د سهار له اتو بیا د مازدیګر تر څلورو بجو خپل کور ته نږدې په یوه نانوایي کې کار کوي.
د ورزش پیل
مصطفی وکیلي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې جوجیتسو ورزش پیل کړی، د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه یې دغه ورزش ته مخه کړه؟ وویل چې مشر ورور یې (مهدي وکیلي) هم جوجیتسوکار دی او له همدې امله د ده هم له دغه ورزش سره لېوالتیا پیدا شوه.
هغه زیاته کړه: «جوجیتسو یو جاپانی ورزش دی؛ زه هم لېوال وم دغه ورزش ته مخه کړم، مشر ورور مې چې زما الګو دی او بهرنیو سیالیو ته یې سفرونه کول، لامل شو چې ما هم دا ورزش پیل کړ.»
وکیلي هغه ورځې یادوي چې مشر ورور به یې له بهرنیو سیالیو راستنېده او خلک به د هرکلي لپاره میدان ته ورتلل. نوموړي وویل: «هغه وخت به مې له ځان سره ویل، خدایه، داسې وخت به هم راشي چې زه هم له بهرنیو سیالیو راستون شم، خلک، مور او پلار مې مخې ته راشي او تشویق مې کړي. د خدای شکر دی چې دا هیله مې پوره شوه او کله چې له سیالۍ راستون شوم، خلکو مې هرکلی وکړ.»
نړۍوالو سیالیو کې د مډالونو ګټل
وکیلي چې له ۳۳ تر ۶۹ کیلوګرامه بېلابېلو وزنونو سیالیو کې یې ګډون کړی، اوس مهال د ۵۶ کیلوګرامه وزن برخه کې د دې رشتې په لومړۍ لوبډله کې دی.
هغه وایي چې د کورنیو سیالیو ترڅنګ یې په څو بهرنیو سیالیو کې هم ګډون کړی او ښې لاستهراوړنې یې لرلې دي.
نوموړي وویل، لومړۍ بهرنۍ سیالي یې چې د مسکو په سنټپټرزبورګ ښار کې وه، د برونزو مډال یې پکې وګاټه.
وکیلي وایي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې په چین هم د جوجیتسو په سیالیو کې ګډون کړی و؛ په دې سیالیو کې د نړۍ یو شمېر اتلانو هم ګډون کړی و، خو دی ونه توانېد چې اتلولي ترلاسه کړي؛ ځکه د سیالۍ کچه ډېره لوړه وه.
خو مصطفی د قزاقستان د الماتا ښار د جوجیتسو په سیالیو کې د خپل ګډون یادونه کوي او وایي چې په دغو سیالیو کې یې د برونزو مډال وګاټه.
د نوموړي په خبره، په دغو سیالیو کې له افغانستانه درې ورزشکارانو ګډون کړی و او سیالۍ د ۲۸ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
وکیلي وايي، تر اوسه یې چې کومې سیالۍ کړې، تر ټولو سخت سیال یې قزاقستانی سیال و چې ورسره مخ شوی دی.
هغه زیاته کړه، د قزاقستان په سیالیو کې د ګډون لپاره یې یوه میاشت تمرین کړی و او د دغو سیالیو لپاره د چمتووالي پر مهال یې هره ورځ درې ځله تمرین کاوه.
مصطفی وایي، کېدای شي هغه مډالونه چې ده ګټلي، نورو خلکو ته عادي ښکاره شي؛ خو د هر یوه مډال ترلاسه کولو لپاره یې ډېرې ستونزې او سختۍ ګاللې دي.
د کورنۍ ملاتړ
مصطفی وکیلي د خپلې کورنۍ ملاتړ د خپل ورزشي فعالیت د دوام له مهمو عواملو څخه بولي او وایي چې د مور او پلار دعا، د خويندو او وروڼو او مېرمنې ملاتړ تل له ځان سره لري.
هغه وایي، کورنۍ یې خوشحاله ده چې په ورزش کې دغه ځای ته رسېدلی او مشر ورور یې هم اوس کار کوي او د کورنۍ ملاتړ کوي، څو دوی وکولای شي خپله ورزشي لار روانه وساتي.
د امکاناتو کمښت او د تمرین ستونزې
وکیلي وایي، یو ورزشکار د تمرین او سیالیو لپاره مناسبې تغذیې ته اړتیا لري؛ خو په افغانستان کې د ځینو ورزشکارانو لپاره د مناسبو شرایطو برابرول ستونزمن دي.
هغه زیاتوي چې ورزشکاران له هرې سیالۍ مخکې باید خپل وزن کم کړي او دغه کار د سختو تمرینونو ترڅنګ خپلې ځانګړې ستونزې لري.
سره له دې چې د هغه ورزشي ژوند اوس په نانوایي کې له کار سره تړلی خو وایي چې لا هم خپلو تمرینونو او سیالیو ته دوام ورکوي او هیله لري چې په راتلونکي کې په جوجیتسو برخه کې خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.
هغه ټینګار کوي: «په افغانستان کې ډېر سخت دي؛ خو زه خپل ورزش پر مخ وړم، لا هم خپلې موخې لرم، دوام ورکوم او هیڅکله له دغه ورزش څخه لاس نه اخلم.»
مصطفی د اقتصادي ستونزو په اړه وایي: «موږ چې ورزش کوو، کار هم کوو، څو د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کړو؛ خو د نورو هېوادونو ورزشکاران یوازې ورزش کوي او ټول فکر یې پر خپلو تمرینونو وي.»
هغه له مسوولینو غواړي چې د دغه ورزشي رشتې ورزشکارانو لپاره د تمرین یو مرکز جوړ کړي، څو وکولای شي له سیالیو مخکې په هغه ځای کې تمرین وکړي.
د مسوولینو ځواب
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عاطل مشواڼي پژواک ته وویل چې د هېواد د ورزش اداره تل د افغانستان د ورزشکارانو ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، ټولې سیالۍ، که د ولایتونو او ولسوالیو په کچه ټاکنیزې سیالۍ وي او که د هېواد په کچه سیالۍ، د ورزش ادارې په ملاتړ او همکارۍ ترسره کېږي. همدارنګه هغو ورزشکارانو ته چې له هېواده بهر په سیالیو کې ګډون کوي، تمریناتي کمپونه جوړېږي او د لا ښه چمتووالي لپاره یې د اړینو تمرینونو زمینه برابرېږي.
مشواڼي وویل، هغه ورزشکاران چې له نړۍوالو سیالیو لاستهراوړنې ولري، د ورزش ادارې له لوري هڅول کېږي او ځانګړي پروګرامونه ورته په پام کې نیول کېږي.
هغه زیاته کړه چې دغه هڅونې هم معنوي اړخ لري او هم پکې مادي ملاتړ شامل دی.
مشواڼي د ورزشکارانو اقتصادي ستونزې ومنلې او ویې ویل: «موږ منو چې د افغانستان ورزشکاران تر یوه بریده له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هڅه کوو چې له بېلابېلو لارو، په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور په همکارۍ، د ورزشکارانو ملاتړ وکړو، څو د هغوی د اقتصادي ستونزو یوه برخه حل شي.»