کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د سوکوهنې افغان ورزشکار محمدابراهیم فروتن په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې د سوېلي کوریا له سیاله ماتې وخوړه.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فروتن په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې ۱ ـ ۴ میدانونو په توپیر د سوېلي کوریا له سیال څخه ماتې وخوړه.
سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې د سوکوهنې درېکسیزې لوبډلې ګډون کړې دی.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.