ژبه

تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو په ګډون څه باندې ۵۰۰ زره سیلانیانو له بامیانه لیدنه کړې ده

واحد الله جمعه زاده

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳:۰۷

Views: ۲

بامیان (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د روان کال له پیله راهیسې د دغه ولایت له تاریخي، لرغونو، تفریحي او سیاحتي ځایونو څه باندې ۵۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني پژواک ته وویل، د دغه ولایت تاریخي ابدې، لرغوني ځایونه او طبیعي سیمې هر کال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ شمېر سیلانیان ور جذبوي.

هغه زیاته کړه، د روان کال له پیل څخه تر اوسه د بامیان له تاریخي او سیاحتي ځایونو څه باندې ۵۰۰ زره کسانو لیدنه کړې چې د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ شاوخوا ۱۵۰۰ بهرني سیلانیان هم پکې شامل دي.

د هغه په خبره، ډېری بهرني سیلانیان د فرانسې، ایټالیا، امریکا، ټایوان، چین، پولنډ، هند، ایران، هسپانیا، جرمني، سویس، روسیې او انګلیستان څخه دغه ولایت ته سفر کړی او له بېلابېلو تاریخي، طبیعي او سیاحتي ځایونو یې لیدنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د سیلانیانو د زیاتوالي لامل په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت، د سیاحت برخه کې د اسانتیاوو برابرول او د اړوندو خدمتونو وړاندې کول دي.

سیغاني وویل، سیلانیانو د بودا د پخوانیو مجسمو سیمې، د دغو مجسمو شاوخوا سمڅې، غلغلې ښار، ضحاک ښار، د ککرک دره او تاریخي سمڅې، قازان دره، بابُر دره او یو شمېر نور لرغوني ځایونه لیدلي دي.

د نوموړي په وینا، د بامیان له طبیعي او تفریحي سیمو د بند امیر ملي پارک، د بامیان مرکزي دره، د ښار شاوخوا غرونه، کرنیزې سیمې او نورې طبیعي منظرې هم د سیلانیانو د پام وړ دي.

کورنی سیلاني محمدولي، چې د بامیان له تاریخي او سیاحتي سیمو یې لیدنه کړې، پژواک ته وویل، د دغه ولایت تاریخي ابدې او طبیعي منظرې د سیلانیانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.

نوموړی زیاتوي چې بامیان د تاریخي ځایونو ترڅنګ، د طبیعي ښکلاوو له امله هم د لیدنې لپاره مناسب ولایت دی او د سیاحت د لا پراختیا لپاره باید د دغو سیمو ساتنې او سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ډېره پاملرنه وشي.

بل کورنی سیلاني محمداسحاق وايي، بامیانو ته یې سفر ښه تجربه وه او د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو یې لیدنه خوښه شوې ده.

هغه له اړوندو مسوولینو غواړي چې د سیلانیانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د هېواد له بېلابېلو سیمو نور خلک هم بامیان وویني.

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون استاد او اقتصادپوه محمدهمایون وايي، د سیلانیانو زیاتوالی کولای شي د بامیان پر سیمه‌ییز اقتصاد مثبت اغېز ولري.

هغه وایي، کله چې کورني او بهرني سیلانیان یو ولایت ته سفر کوي، د استوګنې، ترانسپورټ، خوړو، لارښود، لاسي صنایعو او نورو خدماتو لپاره لګښت کوي، چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د سیمې د خلکو عواید زیاتوي.

د هغه په خبره، د سیاحت د ودې له لارې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا ترڅنګ د ځوانانو لپاره د کار زمینه هم برابرېدای شي او د سیمې د تاریخي او طبیعي آثارو ساتنې ته هم اقتصادي زمینه برابرېږي.

همایون ټینګار کوي چې د سیاحت د لا پراختیا لپاره یوازې د امنیت ټینګښت بسنه نه کوي، بلکې د سړکونو، ترانسپورټ، استوګنې ځایونو، روغتیايي خدمتونو، مسلکي لارښودانو او نورو اړینو اسانتیاوو پراختیا هم مهمه ده.

نوموړي زیاته کړه، که د سیاحت برخه کې دوامدار پلانونه جوړ او خصوصي پانګونې ته زمینه برابره شي، بامیان کولای شي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د زیاتېدو ترڅنګ د سیمې د اقتصادي فعالیتونو او د خلکو د عوایدو په لوړولو کې هم مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده، بامیان د بې‌ساري طبیعي جاذبو، تاریخي او فرهنګي اثارو، د بودا د پخوانیو مجسمو د ځای او په ځانګړي ډول د بند امیر ملي پارک په ګډون د یو شمېر نورو تاریخي او طبیعي سیمو له امله د افغانستان له مهمو سیاحتي ځایونو ګڼل کېږي.