ژبه

د ننګرهار په دره‌نور کې یوه ځوان خپل پلار په ډزو وژلی او یوه بل ځوان ځان‌وژنه کړې ده 

ولي‌محمد شینواری

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۶

Views: ۲

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قوماندان وایي چې د دغه ولایت په دره‌نور ولسوالۍ کې یوه کس خپل پلار په ډزو وژلی او په یوه بله پېښه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې یادې دواړه پېښې نن سهار د دره‌نور ولسوالۍ په دوو سیمو کې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دره‌نور ولسوالۍ کې یوه ځوان خپل پلار وروسته هغه په ډزو وژلی چې نصیحت یې ورته کاوه او ترمنځ یې لفظي شخړه شوې وه.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی او د امنیتي ځواکونو له لوري یې د نیولو هڅې روانې دي.

دغه‌راز یوه بله ورته پېښه کې چې په همدې ولسوالۍ کې شوې، یوه ځوان وروسته له هغه ځان راځوړند کړی چې پلار یې ورته له ناسمو ملګرو سره د نه ګرځېدو نصیحت کړی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له پېښې سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د موضوع په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.