کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵):په اسلاماباد کې د ترکمنستان سفیر ویلي، تمه کېږي چې د تاپي پروژې د سرحدآباد–هرات برخې ساختماني چارې د روان میلادي کال تر پایه بشپړې شي او په ۲۰۲۷ کال کې افغانستان، او وروسته پاکستان ته د طبیعي ګاز د لېږد زمینه برابره شي.
تاپي د سیمې له سترو ګاز لېږدونکو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي. د دې نللیکې اوږدوالی شاوخوا ۱،۸۰۰ کیلومتره دی او په کال کې د ۳۳ میلیارد مترمکعبه طبیعي ګاز د لېږد ظرفیت لري.
د کاسپین پُسټ د راپور له مخې، په پاکستان کې د ترکمنستان سفیر، آتاجان مولاموف، دا څرګندونې په اسلاماباد کې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې لهخوا د «سفیرانو ماښامنۍ ۲۰۲۶» په مراسمو کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د تاپي او نورو سیمهییزو انرژۍ پروژو پلي کېدل کولی شي د باوري انرژۍ په برابرولو، د صنعتونو په پراختیا او د هېوادونو په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.