ژبه

افغانستان او ایران د صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي

احمد صهيب حسرت

۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دې خونې عمومي رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي او مل پلاوي سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ پر بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو او همدارنګه د امام ابوحنیفه (رح) پر پنځم ملي او نړۍوال نندارتون بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، هاشمي د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د راکړې ورکړې پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران سفیر هم د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې د ایراني سوداګرو او پانګه‌والو د ګډون ډاډ ورکړی دی.

سرچینه وایي چې دواړو لورو د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د ځمکنیو او رېل‌پټلۍ ترانسپورټي لارو پر پراخولو، د بندري اسانتیاوو پر ښه کولو او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دي.