ژبه

افغان او اوزبېکستاني چارواکو د دوه‌اړخیزو تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

سهراب سرورى

۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۰

Views: ۸

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې او د اوزبېکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې چارواکو په ترمز کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د کیفیت برخه کې د تجربو شریکولو او د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د تخنیکي خنډونو د له منځه وړو په اړه خبرې کړې دي.

د معیار او کیفیت ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دې ادارې درې‌کسیز پلاوي د ترمز نړۍوال سوداګریز مرکز (ایریتوم) د ازادې سوداګرۍ سیمه کې د اوزبېکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د تخنیکي همکاریو د هوکړه‌لیک پر نهایي کولو او د کانونو، انرژۍ، روغتیا او تولیداتو برخو کې د میټرولوژۍ (اندازه‌ګیرۍ) سیسټمونو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، افغانستان ته د ګرځنده میټرولوژۍ خدمتونو رامنځته کول هم د بحث له موضوعاتو وو او اړزبېک لوري د تخنیکي مقرراتو او میټرولوژۍ برخو کې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو او روزنیزو سیمینارونو جوړولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې د ولایتونو د چارو رییس مولوي محمدحنیف کڅوي، د کورنیو معیارونو او ساختماني کوډونو د تطبیق د څار رییس مولوي شیرآغا جالب او د معیار او کیفیت ادارې ارشد سلاکار محمدهمایون هاشمي ګډون کړی و.

له اوزبېکستاني لوري د تخنیکي مقرراتو ادارې لومړي مرستیال لزیزبیګ سیدوریپوف، د دې ادارې د بهرنیو چارو رییس، د معیارونو انسټیټیوټ مرستیال، د اوزبېکستان د میټرولوژۍ انسټیټیوټ رییس، د ترانسپورټ وزارت استازو او د ساختماني توکو د صنعتي تصدیو د ټولنې استازو هم ګډون کړی و.