ژبه

خبریالان: اطلاعاتو ته لاسرسي کې ځنډ او محدودیت د تبلیغاتو د مخنیوي او اطلاع‌رسونې برخو کې ستونزې جوړوي

ویدا قلندري

۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): اطلاعاتو ته د خبریالانو پر وخت، رسمي او کره لاسرسی کولی شي د اوازو او ناسمو معلوماتو خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول ولري؛ خو خبریالان په ځینو مواردو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر مهال له ځنډ او ستونزو سره مخ کېږي چې له امله یې د ناتایید شوو روایتونو خپرېدو ته زمینه برابرېږي.

اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۸مه نمانځل کېږي. یونسکو په ۲۰۱۵ کال کې دغه ورځ ونوموله او له ۲۰۱۶ کال راهیسې نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم په ۲۰۱۹ کال کې د سپټمبر ۲۸مه د «اطلاعاتو ته د عامه لاسرسي نړۍوالې ورځې» په توګه په رسمیت وپېژنده.

خبریالان څه وايي؟

د سلام وطندار راډیو خبریاله سودابه حیدري وايي، اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی د تېر په پرتله ښه شوی او ډېرې دولتي ادارې مشخص ویاندویان لري؛ خو لا هم ځینې ادارې د خبریالانو اړتیا وړ معلومات نیمګړي او یا هيڅ نه ورسره شریکوي او کله ناکله انتخابي ځوابونه ورکوي.

هغې وویل، د رسمي معلوماتو په ترلاسه کولو کې ځنډ د دې لامل کېږي چې په ځینو مواردو کې خپل راپورونه پر وخت بشپړ او خپاره نه کړي.

نوموړې زیاته کړه: «داسې ورځې هم راغلي چې له سهاره تر ماښامه مې پر یوه راپور کار کړی او ټول اړین معلومات مې راټول کړي؛ خو زموږ پوښتنو ته د حکومت له خوا د ځواب نه ورکولو له امله راپور نه دی خپور شوی.»

حیدري زیاته کړه چې د رسمي او پر وخت معلوماتو نشتوالی کولی شي د خلکو پر افکارو اغېز وکړي او د اوازو د خپرېدو زمینه برابره کړي. هغې وړاندیز وکړ چې دولتي ادارې دې د رسنیو اړتیا وړ معلومات پر وخت وړاندې کړي او لږ تر لږه هرې درې میاشتې وروسته دې منظمې خبري ناستې جوړې کړي.

د طلوع‌نیوز خبریال محمدبشیر هم وايي چې خبریالان لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي له محدودیت سره مخ دي او دغه وضعیت د رسنیو پر کار منفي اغېز کړی دی.

هغه وویل، معلوماتو ته محدود لاسرسی د دې لامل کېږي چې خبریالان له ځینو موضوعاتو تېر شي او د رسمي معلوماتو په نشتوالي کې خلک تر ډېره د اوازو او ناسمو خبرونو له خطر سره مخ شي.

بشیر د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره د رسنیو د فعالیت قانون جوړول، په ادارو کې د عامه اړیکو او رسنیو برخو کې د مسلکي کسانو ګومارل، د رسنیو او حکومت ترمنځ د همکارۍ زیاتول او معلوماتو ته د لاسرسي د شته محدودیتونو لرې کول مهم وبلل.

په جوزجان کې ازاد خبریال قمرالدین پویا عزیز وايي چې په ټوله کې رسمي آطلاعاتو ته لاسرسی د تېر په پرتله ښه شوی؛ خو په ځینو ادارو کې د ځواب ورکولو بهیر له ځنډ سره مخ وي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې خبریال د یوې پېښې په اړه دقیقو او سمدستي معلوماتو ته اړتیا ولري.

هغه وویل، د معلوماتو په وړاندې کولو کې ځنډ د خبر چمتو کولو بهیر ستونزمن کړی او د رسمي معلوماتو په نشتوالي کې په ټولنیزو شبکو کې د اوازو د خپرېدو زمینه لا ډېره برابرېږي.

پویا د تېر کال یوې امنیتي پېښې ته په اشاره وویل چې د ناپېژانده وسله‌والو کسانو له خوا د یوه کس له وژل کېدو وروسته، رسمي معلومات پر وخت له خبریالانو سره شریک نه شول، په پایله کې له هېواده بهر په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې بېلابېلې اوازې او مطالب خپاره شول.

هغه د خبریالانو د پوښتنو ځوابولو لپاره د مشخص بهیر رامنځته کول، د فعالو ویاندویانو معرفي کول او د دقیقو او پر وخت معلوماتو وړاندې کول اړین وبلل او ویې ویل چې خبریالان هم باید د خبر له خپرولو مخکې معلومات له باوري سرچینو سره وڅېړي.

د یوې خصوصي رسنۍ خبریال نوید بهار وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسی د اسلامي امارت د لومړیو کلونو په پرتله تر یوه بریده ښه شوی، خو لا هم په ځینو مواردو کې محدودیتونه شته.

هغه وویل، ځیني وخت خبریالانو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له ویاندویانو سره اړیکه نیولې، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. د نوموړي په خبره، ځینې ویاندویان یوازې هغه معلومات له خبریالانو سره شریکوي چې خپله یې غواړي او حاضر نه دي چې له خبریالانو سره مخامخ مرکې وکړي او د هغوی پوښتنو ته ځواب ووایي.

بهار زیاته کړه چې د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ځنډ خبریال له اوازو څخه د حقایقو په بېلولو کې له ستونزې سره مخ کوي او دغه ستونزه په ځانګړي ډول په امنیتي پېښو کې ډېره لیدل کېږي.

هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موجودیت، د ادارو په مطبوعاتي برخو کې د مسلکي کسانو ګومارل او د خبریالانو او ویاندویانو ترمنځ د لا ډېرو همغږیو رامنځته کول د دغه وضعیت ښه کېدو لپاره مهم وبلل.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټ: اطلاعاتو ته لاسرسی د تېر په پرتله ښه شوی

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول قدیم‌یار وايي چې معلوماتو ته لاسرسی د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی او اوس ډېری ادارې ویاندویان لري.

هغه وویل، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال او عمومي ویاند هم تر ډېره د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي؛ خو ځیني ویاندویان د کافي تجربې یا تخصص نشتوالي او یا د معلوماتو په وړاندې کولو کې د احتیاط له امله کله ناکله په ځواب ورکولو کې ځنډ کوي.

هغه زیاته کړه چې ځینې ادارې ویاند نه لري او یا له رسنیو سره د تعامل برخه کې کافي تجربه نه لري، له همدې امله په دغو ادارو کې د معلوماتو وړاندې کولو بهیر له ځنډ سره مخ کېږي.

قدیم‌یار وویل چې حکومتي مسوولین هم پر وخت د معلوماتو وړاندې کولو پر اهمیت پوه شوي؛ ځکه د نوموړي په خبره، د رسمي معلوماتو په نشتون کې د اوازو او ناسمو معلوماتو خپرېدو ته، په ځانګړي ډول په مجازي فضا کې زمینه ډېره برابرېږي.

هغه د ویاندویانو پر روزنې، په مطبوعاتي برخو کې د مسلکي کسانو پر ګومارلو او د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دقیقو او پر وخت معلوماتو وړاندې کول باید د ادارو په لومړیتوبونو کې وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: وضعیت په تدریجي ډول ښه کېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وايي، دغه وزارت معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي برخه کې د همغږۍ د ښه کېدو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره په مرکز او ولایتونو کې ناستې جوړې کړې چې تر اوسه یې ۱۲ ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستي دي.

هغه وویل، د دغو ناستو موخه د خبریالانو د ستونزو اورېدل او پر حکومتي ادارو ټینګار دی چې د رسنیو اړتیا وړ معلومات پر وخت او په مناسبه توګه وړاندې کړي.

غفران زیاته کړه چې د شته ستونزو ترڅنګ، معلوماتو ته د لاسرسي وضعیت په تدریجي ډول ښه کېږي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو ادارو هڅه دا ده چې د رسنیو اړتیا وړ معلومات هر څو ژر له هغوی سره شریک شي.

هغه د اوازو په اړه وویل چې حکومتي ادارې د رسمي مراجعو په توګه هڅه کوي د خپلو صلاحیتونو اړوند موضوعاتو کې مسوولانه څرګندونې وکړي او د ناڅاپي پېښو په صورت کې هم د جزئیاتو له راټولولو وروسته لازم معلومات وړاندې کړي.

د هغه په خبره، د ټولنیزو شبکو پراختیا د ناسمو معلوماتو خپرېدل پر یوې عمومي ننګونې بدل کړي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې خلک د باوري او معتبره سرچینو کارولو ته وهڅوي.

غفران همدارنګه د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو او د رسنیو او مسوولینو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ له هڅو خبر ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د دغه بهیر په دوام سره معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې شته ستونزې به په تدریجي ډول کمې شي.