کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷ نور کسان ټپيان شوي دي.
د لغمان د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مشکلي کمر سیمه کې د یوه لارۍ موټر چپه کېدو له امله شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان شوي او یوې ښځي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبرپاڼه له مخې، یاد موټر له لوګر ولایت څخه د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته روان و چې د قرغیو ولسوالۍ په مشکلي کمر سیمه کې چپه شوی دی.
د لغمان ولایت د ترافیکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز ویلي چې د پېښې ټپيان یې روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.