ژبه

دفاع وزارت: کامدېش ته د پاکستان په مرسته د رااوښتو وسله‌والو پر ضد عملیات پای ته ورسېدل

احمد صهیب حسرت

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د دفاع وزارت کامدېش ته د پاکستان په مرسته د رااوښتو وسله‌والو پر ضد د عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکوي او وايي چې په دغو عملیاتو کې ۴۱ وسله‌وال وژل شوي او ٦٢ نور نیول شوي دي.

د دفاع وزارت تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي رژیم په مرسته د ډیورنډ له کرښې رااوښتو «د شراو فساد او داعش فتنه‌ګرو» پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات نن ورځ پای ته ورسېدل.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې له یادو وسله‌والو ۴۱ کسان وژل شوي او ٦٢ نور ژوندي نیول شوي دي.

یاد وزارت لیکلي، د اسلامي امارت ځواکونه هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې ناامني رامنځته کړي او که څوک هڅه وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.