منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:26 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

جوزجان کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده

· 1 دقیقه لوستل · 36 کتنې

شبرغان (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نیول شوې ده.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک ته وویل: «امنیتي ځواکونو د خانقاه ولسوالۍ په شاه‌میرزا کلي کې یوه ښځه چې د خپل مېړه قاتله پېژندل شوې، نیولې ده.»

حلیمي زیاته کړه چې یادې ښځې تېره شپه (دوشنبه، د تلې۶مه) خپل مېړه د تومانچې په ډزو وژلی دی.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو له دې ښځې یوه تومانچه هم ترلاسه کړې ده.

د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

رقیبه پویا عزیز