کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۳): د ګونګیانو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، په کابل کې د ګونګیانو د مسلکي انسټیټیوټ استادان وايي چې د دغه قشر لپاره د زدهکړو او مسلکي روزنې زمینه برابره شوې، خو د مسلکي استادانو او درسي موادو کمښت، د کارموندنې او له خلکو سره په اړیکو کې ستونزې لا هم د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.
د ګونګیانو نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۳۰مه نمانځل کېږي؛ دغه ورځ د ګونګیانو او کماورېدونکو کسانو د حقونو، اړتیاوو، زدهکړو، ټولنیزې ونډې او برابرو فرصتونو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه نومول شوې ده.
په دې ورځ د ګونګیانو لپاره زدهکړو، ټولنیزو خدمتونو، کاري فرصتونو او اغېزناکو اړیکو ته د لاسرسي پر اهمیت، په ځانګړي ډول د اشاروي ژبې له لارې ټینګار کېږي.
له ګونګیانو سره دې پر درناوي چلند وشي

نجیبالله رضايي کابل کې د ګونګیانو د مسلکي انسټیټیوټ یو استاد دی. نوموړي مخکې خپله په همدغه انسټیټیوټ کې زدهکړې کړې او اوس د نقاشۍ د استاد په توګه ګونګیانو زدهکوونکو ته زدهکړې ورکوي.
رضايي وايي، له اتو کلونو راهیسې په دغه انسټیټیوټ کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي او په کابل کې یې د ګونګیانو د ارواپوهنې څانګه کې زدهکړې کړې دي.
هغه وايي چې له هنر سره د ډېرې لېوالتیا له امله یې د نقاشۍ د استاد په توګه دنده غوره کړې ده.
د رضايي په وینا، هغه زدهکوونکي چې په دغه انسټیټیوټ کې نوملیکنه کوي، له هنر سره ډېره لېوالتیا لري او استادان یې د زدهکړې لپاره د هنر برخې ته معرفي کوي.
هغه زیاتوي چې په دې برخه کې زدهکوونکو ته نقاشي، د تارونو په وسیله د تابلو جوړولو هنر او تجسمي هنرونه ور زده کېږي.
رضايي له دولتي ادارو غواړي چې د اشاروي ژبې د زدهکړې او پراختیا برخه کې لا ډېر کار وکړي.
هغه وايي چې ګونګیان په بېلابېلو ځایونو، لکه روغتونونو، ښوونځیو او دوکانونو کې د اړیکو له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه ډېری خلک په اشاروي ژبه نه پوهېږي.
د هغه په خبره، په داسې شرایطو کې ګونګیان اړ کېږي چې له ځان سره ژباړن ولري او یا خپلې غوښتنې او ستونزې په لیکلې بڼه نورو ته بیان کړي.
رضايي له خلکو غواړي چې له ګونګیانو سره په درناوي چلند وکړي، ملنډې پرې ونه وهي، خبرو او غوښتنو ته یې پام وکړي او اشاروي ژبه زده کړي؛ په ځانګړي ډول هغه میندې او پلرونه چې ګونګ اولادونه لري.
د زدهکړو د دوام هیله

رحمتالله د کابل د ګونګیانو د مسلکي انسټیټیوټ د دوولسم ټولګي زدهکوونکی دی او د هنر، په ځانګړي ډول نقاشۍ برخه کې فعالیت کوي.
هغه وايي چې له نقاشۍ سره ډېره لېوالتیا لري او له درېیو کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي.
د رحمتالله په خبره، دی هره ورځ پر یوې تر دوو تابلوګانو کار کوي او یو شمېر اثار یې د انسټیټیوټ له خوا په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه د ګونګیانو لپاره د لا ډېرو نندارتونونو جوړېدو غوښتنه کوي، څو خپل اثار نندارې ته وړاندې کړای شي.
رحمتالله وايي چې له انسټیټیوټ څخه تر فراغت وروسته غواړي پوهنتون ته ولاړ شي او د هنر برخه کې د خپلې خوښې څانګې ته دوام ورکړي.
یو استاد: خصوصي سکټور دې له ګونګیانو ملاتړ وکړي

محمدابراهیم کلیوال د کابل د ګونګیانو د مسلکي انسټیټیوټ له استادانو څخه دی چې له ۱۳ کلونو راهیسې ګونګیانو ته په تدریس لګیا دی.
هغه پژواک ته وویل، په دغه انسټیټیوټ کې ګونګیانو ته یو شمېر اسانتیاوې برابرې شوې او زدهکړې ورکول کېږي؛ خو دغه قشر لا ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، د هغو کڼو لپاره د ځانګړو ټولګیو جوړول چې د خبرو کولو وړتیا لري او د ترانسپورټي سیسټم برابرول له هغو اسانتیاوو څخه دي چې په دغه انسټیټیوټ کې ورته برابرې شوې دي.
کلیوال وايي، د زدهکوونکو یوه لویه اندېښنه دا وه چې له فراغت وروسته به څه کوي، پوهنتون ته به داخلېدای شي او که نه او یا به ورته د کار زمینه برابره شي؛ خو اوس هغوی کولای شي د کانکور ازموینې له لارې د لوړو زدهکړو موسسو ته شامل شي.
د هغه په خبره، د کابل د ګونګیانو مسلکي انسټیټیوټ تر څوارلسم ټولګي پورې زدهکوونکو ته زدهکړې ورکوي او د تېر کال یو شمېر فارغان یې هم په ولایتونو کې د استادانو په توګه ګومارل شوي دي.
خو کلیوال وايي چې د مسلکي ښوونکو او درسي موادو کمښت او د څښاک پاکو اوبو نشتوالی په دغه انسټیټیوټ کې له شته ستونزو څخه دي.
هغه له خصوصي سکټوره غواړي چې له ګونګیانو زدهکوونکو سره د قرطاسیې او درسي موادو برخه کې مرسته وکړي.
له چمتووالي تر څوارلسم ټولګي پورې زدهکړې

کابل کې د ګونګیانو مسلکي انسټیټیوټ سرښوونکی عصمتالله بریال وايي چې دغه انسټیټیوټ په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د کابل ښار په کچه جوړ شوی او زدهکوونکي د چمتووالي له ټولګي بیا تر څوارلسم ټولګي پورې زدهکړې کوي.
د هغه په وینا، د زدهکړو ترڅنګ زدهکوونکو ته په عملي او مسلکي برخو کې هم ټولګي برابر شوي دي.
بریال وايي چې زدهکوونکي له لسم ټولګي وروسته مسلکي برخو ته ځي او په دیارلسم او څوارلسم ټولګیو کې د ګرافیک ډیزاین او نقاشۍ په دوو برخو کې زدهکړې کوي.
هغه زیاتوي چې سږ کال د زدهکوونکو جذب ښه و او شاوخوا ۴۱ زدهکوونکي په لوړو ټولګیو کې جذب شوي دي. همدارنګه له نورو ښوونځیو څخه ۴۰ زدهکوونکي دغه انسټیټیوټ ته سهپارچه شوي دي.
د بریال په وینا، نجونې هم په دې بهیر کې شاملې دي او له لومړي تر شپږم ټولګي پورې په بېلابېلو وختونو کې په دې انسټیټیوټ کې زدهکړې کوي.
هغه وايي چې اوس مهال په دغه انسټیټیوټ کې ۳۶ استادان تدریس کوي چې ۱۱ یې نارینه او پاتې یې ښځینه دي.
بریال زیاتوي چې د دغه انسټیټیوټ یو شمېر زدهکوونکي له فراغت وروسته توانېدلي چې په بېلابېلو برخو، لکه چاپخونو او د نقاشۍ په ګالریو کې کار پیدا کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال د تلې په دویمه نېټه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په مقر کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه چې د دغه انسټیټیوټ ۱۷ زدهکوونکو ګډون پکې کړی و.
هغه زیاتوي چې دغه ازموینه په هرات، جلالاباد او بلخ ولایتونو کې هم اخیستل شوې او نابینا او ګونګیانو زدهکوونکو پکې ګډون کړی دی، چې ټاکل شوې یو شمېر یې پوهنتونونو ته لار پیدا کړي.
د ګونګیانو کورنیو ته د اشاروي ژبې زدهکړه
بریال د ګونګیانو د کورنیو لپاره د اشاروي ژبې زدهکړه اړینه بولي او وايي چې ښايي کورنۍ ونه شي کولای له خپلو ګونګ اولادونو سره په اسانۍ وپوهېږي.
د هغه په وینا، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د دې ستونزې د حل لپاره داسې پروګرام پیل کړی چې له مخې یې په اونۍ کې یوه ورځ د ګونګیانو کورنیو ته اشاروي ژبه ور زده کېږي.