ژبه

کندهار کې ۱۲ چیني ګرځندویان د اسلام په مبارک دین مشرف شوي

Ahmad sohaib

۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۰:۳۷

Views: ۲

کندهار (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): په کندهار کې اووه نارینه او پنځه ښځینه چیني ګرځندویان د اسلام پر مبارک دین مشرف شوي دي.
د کندهار د خرقې مطهرې ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې یادو چیني ګرځندویانو د دغه ریاست د مسوولینو له هڅونې او لارښوونې وروسته اسلام قبول کړی دی.
د خرقې مسوولینو زياته کړې چې په اسلام د مشرف شوو چیني وګړو عمرونه د ۳۷ او ۷۱ کلونو ترمنځ دي.
د مسوولینو په خبره چې له یادو کسانو سره د اسلام د مبارک دین د عقایدو او بنسټونو په اړه خبرې شوې او هغوی د شهادت کلمه ویلې ده.
د کندهار د خرقې مطهرې ریاست د معلوماتو له مخې، یادو نوو مسلمان شوو چیني وګړو ته د اسلام د دین په اړه د لا زیاتو معلوماتو او لارښوونو زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې ده، یاد چیني ګرځندویان د کندهار د تاریخي او مذهبي ځایونو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته تللي وو او د اسلام د مبارک دین په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته یې د مسلمانېدو پرېکړه کړې ده.