کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې ويلي چې د ملکي وګړو وژنه هيڅ توجيه نه لري او باید د دغه کار حساب ورکړي.
بېنېټ پر خپله اېکسپاڼه پر کونړ او هلمند د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې بریدونو په تړاو لیکلي چې پاکستان په یوه بل هوايي برید کې ملکي وګړو ته -چې ډېری یې ماشومان دي- مرګژوبله اړولې ده.
هغه دغهراز پوښتنه کړې چې ایا دغه کار د بېکفایتۍ، غفلت او که تر دې هم د بد څه پایله ده؟ نوموړي ویلي، هر څه چې وي، ملکي وګړو ته د داسې نه جبرانېدونکي زیان رسولو لپاره هيڅ توجیه نشته او داسې ښکاري چې دغه عمل له نړۍوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) تاييد کړې چې پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان دي چې ډېری یې ماشومان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم پرون ویلي وو چې پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د عامو خلکو پر کورونو بمبارۍ کړې دي.
هغه زياته کړې وه چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان شهیدان شوي، ۱۱ نور ټپیان دي او درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.
هغه دغه بریدونه غندلي او د ټولو منل شوو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بللی و.