کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به د روانې اکتوبر میاشتې په پنځمه د مسکو فارمت په غونډه کې مطرح شي او مسکو چمتو دی چې د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي په موندلو کې مرسته وکړي.
د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس راپور ورکړی چې کابلوف «ایزوستیا» ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ موضوع به د مسکو فارمت په راتلونکې غونډه کې مطرح شي.
کابلوف ویلي: «البته، دا موضوع به مطرح شي او موږ چمتو یو چې د مسکو له پلاتفورم څخه په استفادې دواړه لوري د یوه معقول جوړجاړي پر لور وهڅوو.»
د راپورونو له مخې د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی ګډون کوي.
د راپور له مخې، په یاده غونډه کې به د پاکستان له لوري د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی، په کابل کې د پاکستان سفیر او د بهرني سیاست یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي ګډون ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا مخکې ویلي وو چې د مسکو فارمت اتمه غونډه به د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان، روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شي، بلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي او ټاکل شوې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي.