ژبه

پاکستان کې په سپټمبر کې د وسله‌والو بریدونو شمېر د ۱۲ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی

محل یک حمله در شهر کویته پاکستان – عکس آرشیف.

Khwaja Nasir Sideqi

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وایي، په دغه هېواد کې د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۲۲۵ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي چې دا په تېرو ۱۲ کلونو کې تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې «د نیوز انټرنېشنل» نن د یاد انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې په اګست کې په پاکستان کې ۱۹۹ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي وو، خو په سپټمبر کې دغه شمېر ۱۳ سلنه زیات شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپټمبر د ۲۲۵ وسله‌والو بریدونو له امله ۲۵۹ کسان وژل شوي او ۲۴۲ نور ټپیان دي؛ په اګست کې بیا د ورته بریدونو له امله ۱۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان وو.

راپور وایي، په سپټمبر کې د وسله‌والو بریدونو او د پاکستاني ځواکونو له خوا د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې په ټولیز ډول لږ تر لږه ۵۴۵ کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۱۰۳ د پاکستاني ځواکونو غړي، ۸۱ ملکي وګړي، ۱۵ د سولې کمېټو غړي او ۳۴۶ وسله‌وال شامل دي.

سرجینه زیاتوي، په سپټمبر کې د وسله‌والو پېښو په تړاو ۷۲ کسان تښتول شوي چې دا په تېره یوه لسیزه کې د تښتونو تر ټولو لوړ میاشتنی شمېر دی.

د معلوماتو له مخې، بلوچستان په سپټمبر کې تر ټولو ډېر اغېزمن شوی؛ په دغه ایالت کې ۱۳۱ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې په اګست کې دا شمېر ۸۹ و.

په راپور کې راغلي چې په سپټمبر کې درې داسې بریدونه هم ثبت شوي چې بریدګرو په کې د چاودېدونکو توکو له ډکو وسایطو او نورو چاودېدونکو توکو څخه کار اخیستی و او په دغو بریدونو کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۱۳۸ نور ټپیان شوي دي.