ژبه

د فلای‌دبي یوې الوتکې په سعودي عربستان کې بېړنۍ ناسته کړې

Khwaja Nasir Sideqi

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۲۶

Views: ۱

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د فلای‌دبي یوه سوداګریزه الوتکه چې له دوبۍ څخه د اسرائیل پر لور روانه وه، له بېړني خبرداري وروسته په سعودي عربستان کې ناسته کړې؛ دې پېښې د احتمالي الوتکې‌تښتونې اندېښنې هم رامنځته کړې او اسرائیل جنګي الوتکې پورته کړې دي.

اسوشیټېډ پرېس نن راپور ورکړی، یاده الوتکه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه اسرائیل ته روانه وه چې پیلوټان یې اړ شول د سعودي عربستان په تبوک کې بېړنۍ ناسته وکړي؛ تبوک هم ملکي او هم پوځي اډه لري.

د عامه الوتنو د څار معلومات ښيي چې د فلای‌دبي الوتکې له الوتنې لږ وروسته بېړنی خبرداری لېږلی و.

د راپور له مخې، اسرائیلي رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې پېښه د الوتکې د دوو پیلوټانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې وه او ټولې سپرلۍ خوندي دي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي چې د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي وو، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د الوتکې په کابین کې شخړه شوې او ظاهراً پیلوټان پکې ښکېل وو، خو سمدستي نه وه روښانه چې شخړه د څه له امله رامنځته شوې وه.

یوه بل چارواکي تایید کړې چې اسرائیل د الوتکې د احتمالي تښتونې له وېرې جنګي الوتکې پورته کړې وې، ځکه په الوتکه کې د اسرائیل لسګونه اتباع سپاره وو.

په راپور کې راغلي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وروستیو ورځو کې د ناڅرګندو خو زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و. دواړو چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي چې پېښه لا هم تر څېړنې لاندې ده.