ژبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي پاکستان ته په سفر روان شوی

سهراب سروری

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۶

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش تېره شپه  له نیویارکه پاکستان ته په سفر روان شوی دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې ګوټرېش سبا سهار (سه‌شنبه) اسلام‌اباد ته ور ورسېږي.

د راپور له مخې، هغه به د خپل درې ورځني سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د دغه هېواد له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمداسحاق ډار، ولسمشر اصف علي زرداري او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنې وکړي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس لیکلي چې د امریکا او ایران ترمنځ په شخړه کې د پاکستان د منځګړیتوب رول او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د ملاتړ لپاره د دغه هېواد ډیپلوماتیکې هڅې به د ګوټرېش د سفر له مهمو موضوعاتو څخه وي.

ګوټرېش به د دغه سفر پر مهال د پاکستان د پېښو د مدیریت له ملي ادارې (NDMA) څخه هم لیدنه وکړي او د ۲۰۲۲ کال له پراخو سېلابونو وروسته به د طبیعي پېښو پر وړاندې د دغه هېواد د چمتووالي او مبارزې برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د هند او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو ډلې (UNMOGIP) له مرکزي دفتره هم لیدنه وکړي. دغه ډله د کشمیر پر لانجمنې کرښې د کنټرول څارنه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې ګوټرېش د پنجشنبې په ورځ بېرته نیویارک ته ستون شي.