کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون مرکزي صندوق له خوا افغانستان ته ۱۸ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
اوچا پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مسوول څخه د دې مرستې د ځانګړي کولو له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه ملاتړ په داسې وخت کې کېږي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۳۱ سلنه تمویل شوې ده.
اوچا زیاته کړې، په داسې شرایطو کې دغه ۱۸ میلیون ډالري مرسته ځانګړی اهمیت لري او کولای شي په افغانستان کې د بېړنیو بشري اړتیاوو پوره کېدو کې مرسته وکړي.