ژبه

ازبکستاني پلاوي په غزني کې له چارواکو سره وکتل او له تاریخي سیمو یې لیدنه وکړه

Ahmad sohaib

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۸:۰۴

Views: ۲

غزني ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د ازبکستان د سفارت مرستیال په مشرۍ د دغه هېواد ۱۴ کسیز ډیپلوماتیک پلاوي غزني ته سفر کړی، له سیمه‌ییزو مسوولینو سره یې کتلي او د دغه ولایت له یو شمېر تاریخي او فرهنګي ځایونو یې لیدنه کړې ده.
د ازبکستان ۱۴ کسیز پلاوي، چې مشري یې د دغه هېواد د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف کوله او د مسلمانانو ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف هم په کې شامل و، د غزني له والي ملا ولي‌جان حمزه، یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو او د علماوو شورا له غړو سره وکتل.
د غزني والي د ازبکستاني پلاوي د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل، افغانستان او ازبکستان په کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو کې ګډې اړیکې او مشترکات لري.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې خپلو ژمنو ته پابند دی.
بلخوا، ازبکستاني پلاوي غزني ته د خپل سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اسلامي او کلتوري ګډو ارزښتونو پیاوړتیا او د غزني د خلکو د کلتور، دودونو او عنعناتو ښه پېژندنه وبلله.
پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د حکیم سنایي غزنوي له مقبرې، د ابوریحان البیروني له مزار، د سلطان محمود غزنوي له مقبرې، د باباجي له تاریخي جومات او د غزني له تاریخي منارو لیدنه وکړه.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار پلاوي ته د دغه ولایت د تاریخي ځایونو او فرهنګي شخصیتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل، غزني د افغانستان له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی، د غزنویانو د واکمنۍ مرکز پاتې شوی او د اسلامي تمدن، علم او ادب په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
نثار د بهرنیو پلاوو له لوري د غزني له تاریخي سیمو لیدنه د دغه ولایت د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ورپېژندلو او د ګرځندوی د ودې لپاره مهمه وبلله او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یې د کلتوري اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
په ورته مهال، د غزني یوه فعال ځوان زبیر لالهاند پژواک ته وویل، د بهرنیو پلاوو او سیلانیانو له لوري د غزني له تاریخي سیمو لیدنه کولی شي د دغه ولایت تاریخي او فرهنګي ارزښتونه نړۍ ته ور وپېژني او د ګرځندوی د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
غزني د افغانستان له مهمو تاریخي ولایتونو څخه دی چې د غزنویانو د واکمنۍ مرکز پاتې شوی او د حکیم سنایي غزنوي او ابوریحان البیروني په څېر نومیالیو شخصیتونو له ژوند او فعالیتونو سره تړاو لري.