ژبه

د امام ابوحنیفه نړۍوال نندارتون پرانیسته؛ ملا برادر: غواړو سرحدونه د اقتصادي مشارکت د وصل په ‌نقطو بدل کړو

سهراب سروری

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۰۸

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) د نړیوال نندارتون د پرانستې پر مهال وویل، ا.ا د نیمګړو اقتصادي چارو د بشپړولو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو، سیمه‌ییز اتصال او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي؛ هغه د واخان اقتصادي او سوداګریز سړک د دغو هڅو یوه بېلګه وبلله او ویې ویل، افغانستان غواړي خپل سرحدونه د ګواښ پر ځای د اقتصادي مشارکت د وصل پر نقطو بدل او کورنیو تولیداتو ته سیمه‌ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړي.

د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړۍوال نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې سلګونو کورنیو شرکتونو په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې د خوراکي توکو، درملو، لبنیاتو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، غالیو، پلاستیک، اوسپنې ویلې کولو او ګڼو نورو برخو کې خپل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه نندارتون نن (د تلې ۱۵مه) کابل کې د افغانستان نړۍوال نندارتون مرکز کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له خوا پرانستل شو او اووه ورځې دوام وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه راکم او د خصوصي سکتور لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي، ځکه د خصوصي سکټور مشارکت د اقتصادي ودې لپاره اساسي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه چې دغه نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم اقدام ګڼل کېږي.

ده وویل چې نننی نندارتون د سوداګریزو محصولاتو او تولیداتو په برخه کې د افغانستان بالقوه ظرفیتونه په سمه توګه معرفي، د افغانستان د تولیدي، کرنیزو، صنعتي محصولاتو، وچو او تازه میوو لوړ کیفیت ته په کتو به له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د افغانستان محصولاتو ته به سیمه ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړي.

ملا برادر اخوند زیاته کړه :«د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ سوداګریز مناسبات او اړیکې د تجارت په یو مهم اصل یعنې نسبي او مطلقو امتیازونو ولاړې دي، ترڅو د نړۍ هېوادونه د مختلفو تولیدي محصولاتو، صنایعو او تکنالوژۍ په برخه کې خپلې نسبي او مطلقې اړتیاوې له دې لارې په سمه توګه پوره کړي.»

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په وینا، په سیمه ییز او نړیوال تجارت کې د نړۍ هېڅ هېواد ته په کمه سترګه نه کتل کېږي، ځکه چې هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې یا نسبي او یا هم مطلق امتیازونه لري، چې دا چاره د سیمه ییز او نړیوال تجارت اساسي اړتیا او لامل ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې نیمګړي فصلونه تکمیلوي، بلکې د اقتصادي بنسټونو د رغونې په برخه کې یې په کمو امکاناتو سره داسې نوي فصلونه پیل کړي، چې «د هېواد موجوده او راتلونکي نسلونه به پرې افتخار کوي.»

ده وویل چې د واخان اقتصادي او سوداګریز سرک پرانیستل شو، دا سړک چین د افغانستان له لارې د اروپا له بازارونو سره تر ټولو په لنډه لار نښلوي او افغانستان د سیمه ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ په یو مصروف مرکز بدلوي، چې د حق العبور عاید ترڅنګ به په دې مسیر کې په تدریجي ډول سترې او مهمې زیربناوې ورغول شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ښيي چې غواړي د هېواد سرحدونه د ګواښ پر ځای د ستراتیژیک اقتصادي مشارکت د وصل پر نقطو بدل کړي او دا موضوع د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.