کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل کمېټې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې له مخې یې د سږ کال د نوبل د سولې جایزه بل کس ته ورکړه او ویلي یې دي چې دې پرېکړې د ناروې پر لمنه تور داغ پرېښود.
رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ د جمعې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي تر اعلان څو ساعته وروسته، یو ځل بیا د دې جایزې نه ترلاسه کولو په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړه او دغه پرېکړه یې «د شرم او خجالت وړ» وبلله.
د سږ کال د نوبل د سولې جایزه د نړۍوالې جزايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې پخوانۍ مشرې ناوي پیلای ته ورکړل شوه. پیلای د ملګرو ملتونو د هغه راپور پر چمتو کولو څارنه کړې وه چې پکې ویل شوي وو، اسرائیل په غزه کې نسلوژنه کړې ده.
ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «دا د ناروې هېواد او هغو کسانو پر لمنو نه پاکېدونکی داغ دی چې داسې د شرم او خجالت وړ پرېکړه یې کړې ده.»
هغه یو شمېر شخړو ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې چې د هغو په حل کې یې رول درلود او د شمالي او جنوبي کوریاوو، جاپان او شمالي کوریا او چین او ټایوان ترمنځ یې د جګړو مخه نیولې ده؛ خو د خپلو دغو ادعاوو لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د نوبل د سولې جایزې د هغو کسانو له امله خپل اعتبار له لاسه ورکړی چې ده «د ډیموکراسۍ مخالف افراطي ایډیالوګان او د تمدن دښمنان» بللي دي. هغه زیاته کړې: «موږ به ناروې هېره نه کړو.»
رویټرز لیکلي چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په هر کال کې د نوبل جایزې نه ترلاسه کولو له امله نارضایتي څرګنده کړې ده.